اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم پراختیا او اصلاح په پار له مدني بنسټونو مشورتي ناسته

Anonymous (not verified)
Tue, Jul 06 2021 9:43 AM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون شکایتونو ته درسېدنې او د عامه پوهاوي آمریتونو، د خپلو مشورتي غونډو په لړۍ کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنرې آغلې زهرا موسوي په شتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم پراختیا او پرمختګ په هکله له مدني بنسټونو سره بحث او د آندونو تبادله وکړه.

په دې ناسته کې آغلې زهرا موسوي، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا په برخه کې د مدني بنسټونو رول باندې خبرې وکړې او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو په پار یې دوه اړخیزو همکاریو، د اطلاع رسونې او اطلاعات غوښتلو طریقې اصلاح باندې یې ټینګار وکړ او دا کړنه یې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین لپاره مهمه وبلله. نوموړې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق څخه سمه ګټه اخیستنه، د اطلاعاتو سمې ارزونې او تحلیل برخه کې اغېزمن وښودل، همدارنګه اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم پراختیا او اصلاح په هکله د اړینو مشورو غوښتونکې شوه.

ورپسې د کمېسیون د وېب پاڼې مسوول ښاغلي نجیب الله حقیار، ګډونوالو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم توضیح کړ.

په پای کې د مختلفو مدني بنسټونو لخوا ګډونوالو، خپل اصلاحي آندونه او وړاندیزونه په لیکني او شفاهي ډول ارایه کړل چې د آندونو او وړاندیزونو تر تحلیل او ارزونې وروسته اطلاعاتو ته د لاسرسې آنلاین سېستم کې لازم او اړین بدلونونه راوړل کېږي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS