اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په هکله د امانت پروژې د (USAID) دفتر د ارزونې موندنې

Anonymous (not verified)
Wed, Jun 30 2021 1:06 PM
aic

د امانت (AMANAT) پروژې، د ستونزو د تشخیص او د ستونزو حل لپاره د مناسبې لارې پیدا کولو په پار اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون سره د خپلو همکاریو په لړ کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د کړنو، تشکیلاتو، ستراتېژۍ پلي کېدو، اړیکو او همغږیو، پلان، راپور ورکړې او په کمېسیون کې د شته ظرفیتونو په اړه خپلې سازماني ارزونې؛ د یو غونډې په لړ کې د کمېسیون غړو او آمرینو سره شریکې کړې.

دا ارزونه د امانت پروژې د سلاکارانو لخوا د یو ځانګړي میکانیزم په اساس ترسره او هڅه شوې ترڅو د پیاوړتیا او کمزورتیا ټکي پیدا او د شته ستونزو حل لپاره واضح او پلي کېدونکې وړاندیز ارایه کړي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس او غړو د امانت پروژې سلاکارانو د هر اړخیزې همکارۍ او هڅو د ستاینې ترڅنګ ژمنه وکړه چې د دوه اړخیزو همغږیو او همکاریو پر بنسټ به د دې ارزونې په پایله کې د شویو وړاندیزونو پلي لپاره د جامع او هر اړخیز پلان پر بنسټ عملي ګامونه واخلي.

د یادولو وړ ده چې د امانت پروژې سلاکاران، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون او د یادې پروژې ترمنځ د یوې هوکړې په اساس ګمارل شوي دي؛ ترڅو کمېسیون سره د کارکوونکو د طرفیت لوړتیا، پلان او پالیسۍ جوړولو کې تخنیکي همکاري وکړي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS