اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم پرمختګ او پراختیا په پار د ادارو د اطلاع رسونې مسوولینو سره مشورتي ناسته

Anonymous (not verified)
Tue, Jun 29 2021 3:41 PM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، شکایتونو ته د رسېدنې آمریت، اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم پرمختګ او پراختیا لپاره مشورتي غونډه وکړه چې په دې ناسته کې د ځینو ادارو اطلاع رسونې مراجعو ګډون کړی وه.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون هڅه کوي ترڅو د ادارو د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو سره د غونډو او همغږیو په پایله کې د هغوی آندونه او وړاندیزونه د اطلاع رسونې وضعیت ښوالي لپاره له ځان سره ولري، ترڅو د ادارو لخوا د اطلاع رسونې او د هېوادوالو لخوا د اطلاعات غوښتلو لړۍ کې آسانتیاوې راولي.

په دې ناسته کې لومړی اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنرې آغلې زهرا موسوي، په غونډه کې د ادارو اطلاع رسونې مسوولینو ګډون ته هرکلی ووایه او د دوی کړنې، آندونه او وړاندیزونه یې اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعیت ښوالي په برخه کې مهم او اغېزمن وبلل. آغلې موسوي د کمېسیون او د ادارو د اطلاع رسونې مسوولینو ترمنځ ناستو او همکاریو باندې ټینګار وکړ.

ورپسې د کمېسیون تخنیکي سلاکار ښاغلي ولي الله مصباح، اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم توضیح او اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم په هکله د ګډونوالو د اصلاحي آندونو او وړاندیزونو غوښتونکی شو.

د غونډې په پای د ادارو د اطلاع رسونې مسوولینو، اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم ښوالي په هکله خپل آندونه او وړاندیزونه په لیکني او شفاهي ډول ارایه کړل.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS