د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست دویم معاونیت سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د مشرتابه لیدنه

Anonymous (not verified)
Wed, Jun 23 2021 2:17 PM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري، کمېشنرې آغلې زهرا موسوي او د دارالانشا رییس ښاغلي عصمت الله حیدري د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست دویم مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد سرور دانش سره وکتل.

په پیل کې ښاغلي بهادري، د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال ته د کمېسیون د کړنو، کارونو او لاسته راوړنو په هکله توضیحات ورکړل. سربېره پر دې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین، پیاوړتیا او عامولو؛ همدارنګه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون پروګرامونو او پلانو پلي کولو په برخه کې د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست دویم معاونیت د همکاریو غوښتوونکی شو.

aic

د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست دویم مرستیال، د کمېسیون له کاري پرمختګونو خوښي څرګنده کړه او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین په برخه کې یې د کمېسیون کړنې او لاسته راوړنې د ستایلو وړ وبللې. د ولسمشر دویم مرستیال، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق، قانون او دود عامولو، پیاړتیا په هکله د دولتي ادارو همکاري اړینه او الزامي وښوده او د کمېسیون مشرتابه ته یې ډاډ ورکړ چې د کمېسیون د پروګرامونو او پلانو پلي کولو په برخه کې به هېڅ ډول همکاري و نه سپموي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS