د پرانستې دولتدارۍ د اونۍ نمانځل

Anonymous (not verified)
Mon, May 24 2021 6:59 PM
دولتداری باز

پرانېستې دولتداري؛ د دولت او مدني بنسټونو ترمنځ ګډ نوښت دی چې د روڼتیا او حساب ورکولوپیاوړتیا، د محرمیت او اداري فساد دود له منځه وړل دي. اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د ذیربطو دولتي او مدني بنسټونو په همکارۍ د پرانېستې دولتدارۍ اونۍ؛ د دولتي لوړپوړو چارواکو، د مدني بنسټونو استازو، د رسنیو استازو او د دولتي ادارو د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو په شتون کې د حکومت رسنیو او اطلاعاتو په مرکز کې د یو لړ محفل له لارې ونماځله.

دا محفل اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري په خپلو ارزښتمنو خبرو رسمآ پیل او د پرانېستې دولتدارۍ تاریخي سیر او ارزښت باندې خبرې اترې وکړې. نوموړي زیاته کړه چې د نړیوالې مجمع پرانېستې دولتدارۍ طرحه لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۱ کال کې د امریکا متحده ایالاتو حکومت (د بارک اوباما دولت) لخوا ملګرو ملتونو ته وړاندیز شوه، له نېکمرغه اوس د نړۍ ۷۹ هېوادونه سره له افغانستانه د دې جوړښت غړي توب لري. ښاغلي بهادري پر پرانېستې دولتدارۍ حاکم اصول د درېیمې زریزې موخو لپاره مهم وبلل او د هغه له نظره د پرانېستې دولتدارۍ موخې؛ دولت سره د وګړو اړیکې پیاوړي کول، له سنتي او بند جوړښت څخه د دولت ویستل، د بنسټونو د نیمګړتیاوو له منځه وړل، معافیت او غیرې ضروري مداراي پای ته رسول په بر کې نیسي. د کمېسیون رییس د پرانېستې دولتدارۍ بریا هېوادوالو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین، د اداري فساد جرمونو ترسره کېدو څخه د وګړو خبرول او په دولتي ادارو کې د محرمیت دود له منځه وړل وښودل.

aic

ورپسې د ولسمشرۍ ماڼۍ د پالیسۍ، تقنین او څېړنې عمومي ریاست مرستیال ښاغلي محمدابراهیم تمیل د پرانېستې دولتدارۍ په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ پرانېستې دولتداري په نړۍ او افغانستان کې یوه ځوانه پروسه ده چې دولت په هېواد کې د دې پروسې پلي کولو په هڅه کې دی. له نېکمرغه افغانستان په ۱۳۹۵ کال کې د پرانېستې دولتدارۍ مجمع غړیتوب ترلاسه کړ او دا پروسه هر دوه کاله یو ملي عمل پروګرام لري چې موږ د « عمل ملي پرګرام» په بریالیتوب سرته رسولی او د « عمل ملي دویم پرګرام» د بشپړېدو په حال کې ده. د پرانېستې دولتدارۍ ټولنه له ۱۷ دولتي غړو او ۲۲ د مدني ټولنو غړو څخه جوړه شوې ده چې دا ټولنه اجرایي نه بلکه د دولتي او مدني بنسټونو ترمنځ یو همغږیز بنسټ دی

د پروګرام په لړ کې اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون کمېشنر ښاغلي سیدمحمد هاشمی خبرې وکړې او د نړۍ په کچه فساد سره مبارزې د افغانستان ځای، بیان آزادي او اطلاعاتو ته لاسرسی یې وستایه ویې ویل: په دې برخه کې زموږ هېواد ډېرې قربانۍ ورکړي دي. نوموړي همدارنګه اداري فساد سره د مبارزې ملي ستراتېژۍ په هکله هم خبرې وکړې او د دې ستراتېژي پلي کولو په برخه کې د درې کلنو اقدامونو؛ ( لکه، اداري فساد پر وړاندې مبارزې لپاره د ناظر قوانیونو تصویب او توشیح، اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمېسیون، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د اداري فساد درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز، اداري فساد پر وړاندې د مبارزې مشغولو مشابه او موازي بنسټونو ادغام) تشریح او توضیح کړل.

په پای کې د افغان ښځو شبکې بورډ رییسې آغلي محبوبه سراج د « دولت په کچه د پروسو، د پالسۍ تدوین او لویو پرېکړو کې د ښځو ګډون» په اړه خبرې وکړې. ښاغلې سراج په پرانېستې دولتدارۍ او د ادارې فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې د افغان ښځو او ملت په قاطعیت باندې ټینګار وکړ؛ نوموړې زیاته کړه؛ ښځې د افغانستان د ټولنې له نیمایي څخه ډېرې دي چې باید په ټولو برخلیک ټاکونکو او ملي پروسو کې په پام کې ونیول شي.

دولتداری باز

د پروګرام دویمه برخه چې د پرانېستې دولتدارۍ بحث ته ځانګړې شوې وه؛ د پرانېستې دولتدارۍ سکرتریت سرپرستې آغلې معصومې حیدري، د افغانستان پرانېستې دولتدارۍ سکالو، د یو او دوه عمل پلانو او د هغو د کړنو ارزونه باندې خبرې اترې وکړې. ورپسې د افغانستان روڼتیا څار ادارې د ټولنیزې حساب ورکړې کارپوه ښاغلي عرفان الله ارزاز، اداري فساد پر وړاندې مبارزې ملي ستراتېژي پلي کولو په هکله د یاد بنسټ د ارزونې موندونو باندې خبرې وکړې او دا برخه د افغانسان روڼتیا څار بنسټ اجراییوي رییس ښاغلي عزیزالله مومند وینا چې پرانېسې دولتدارۍ کې د مدني بنسټونو رول او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د عامه پوهاوي آمر ښاغلي خلیل جیحون لخوا د بحث را ټولو باندې پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS