اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس سره د ولایتو د څېړنیزو خبریالانو لیدنه

Anonymous (not verified)
Tue, May 18 2021 3:27 PM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري سره د ولایتو څېړنیزو خبریالانو د ۱۴۰۰ مالي کال د غوایي ۲۸مه، سه شنبه ورځ؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کې ولیدل.

په پیل کې ښاغلي بهادري، کمېسیون ته د خبریالانو راتګ ته ښه راغلاست ترڅنګ؛ په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق پر وړاندې د شته ستونزو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رامنځته کېدو، همدارنګه د ولایتي خبریالانو د ستونزو حل کولو په هکله د یاد بنسټ هڅو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي بهادري وویل: «که څه هم اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ټول خبریالان له ستونزو سره لاس او ګریوان دي؛ خو څېړنیز خبریالان لا ډېرو ستونزو سره مخ دي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له موضوع څخه خبر دی او هڅه کوي چې د دې خنډونو له منځه وړولو لپاره د مرکز او ولایتونو په کچه بنسټیز کار وکړي». نوموړي اطلاعاتو ته د لاسرسي اهمیت ته په نغوته وویل؛ اطلاعاتو ته لاسرسی د دولت قدرت پیاوړی کوي چې د ټولنې پرمختګ او پراختیا کې مهم رول لري.

د کمېسیون رییس، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون دندو په پام کې نیولو سره، د دې بنسټ ماموریت د هېواد ټولو هېوادوالو او خبریالانو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینول بیان کړل؛ ترڅو مؤثق او حقیقي معلومات له عامه وګړو او څېړنیزو بنسټونو سره شریک شي. بهادري زیاته کړه؛ په پیل کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق سره سطحې چلند کېدلو او یوازې د خبریالانو تر حوزې پورې محدود ګڼل کېده خو اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له رامنځته کېدلو وروسته هڅه شوې چې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د ټولو وګړو حق په توګه په لویه کچه مطرح شي چې ډېرې مختلفې څانګې په بر کې نیسي. له ادارو سره د خبرو اترو او د دوی همکاریوب په اساس له مختلفو لار په ګټنې اطلاعاتو ته د هېوادوالو آسانه لاسرسی او اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم جوړول په یاده برخه کې د کمېسیون له مهم کړنو بلل کېږي چې په پایله کې ډېرې ستونزې په فرصتونو اوښتې دي

aic

ورپسې خبریالانو د کمېسیون ښوونیز پروګرامونه وستایل او یاد پروګرامونه یې ګټور وبلل، خپلې تجربې او یادونې یې له کمېسیون سره شریکې کړې. همدارنګه نوموړو په ولایتونو کې د خپلو ورځنیو ستونزو په هکله خپل وړاندیزونه ارایه کړل چې د کمېسیون رییس لخوا له هرکلي سره مخ شول.

د کمېسیون ژمنه وکړه چې د ولایتي څېړنیزو خبریالانو ستونزو د حل لپاره به یوې تل پاتې ستراتېژیکې حل لارې ته اقدام کوي.

د پروګرام په پای کې د کمېسیون د وېب‌پاڼې کارپوه، څېړنیزو خبریالانو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم په هر اړخیز ډول توضیح کړ.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS