دولتي ادارو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعیت څخه څارنه

Anonymous (not verified)
Sat, May 01 2021 10:44 AM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون ۲۲ مادې پر بنسټ، دولتي ادارو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعیت څرنګوالي څارنه، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له واکونو او دندو څخه ده. د یاد کمېسیون د دارالانشا ریاست د څارنې او اروزنې آمریت، اطلاعاتو ته د هېوادوالو لاسرسي وضعیت څارلو په پار د ۶۷ ادارو څارنې لپاره پلان طرحه کړی چې د دې پلان پلي کول د ۱۴۰۰کال د غوایي له ۴ نېټې پیل شوي دي.

دا څارنه لاندې موخو ته د رسېدو په پار ترسره کېږي:

- له ادارو څخه اطلاعاتو ته د حقیقي او حکمي وګړو لاسرسي حق تامین.

- روڼتیا، اطلاع رسونې دودولو، د ادارو په کړنو کې د وګړو ګډون او حساب ورکول او اداري فساد پر وړاندې مبارزې څخه ډاډمن کېدل.

- هېوادوالو ته پر وخت د اطلاعات ورکولو او په ادارو کې د اطلاع رسونې دود پیاوړتیا، په موخه د ادارو د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو څخه ملاتړ.

د یادولو وړ ده چې په دې اونې کې له ۵ ادارو(علوم اکاډمي، د مرکزي زون پراختیایي اداره، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت، کرنې،مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت، اطلاعات او کلتور وزارت) څخه څارنه کړې چې په دې څارنه کې؛ د څارنیزو شاخصونو په پام کې نیولو سربېره، د ځینو ادارو د اطلاع رسونې مسوولینو سره پر وخت د ستونزو حل لپاره مشورتي ناستې ترسره شوي دي.

له ټولو ګرانو او قدرمنو هېوادوالو څخه هیله کوو چې له دولتي ادارو څخه د اطلاعات غوښتلو په وخت کې خپلې تجربې او ستونزې د دې اړیکې شمېرې او برېښنالیک له موږ سره شریکې کړی.

د اړیکې شمېرې: 0744811903/0779361805

برېښنالیک: davod.fayaz@gmail.com

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS