ولایتي څېړنیزو خبریالاتو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون ستراتېژۍ په اړه پوهاوی

Anonymous (not verified)
Wed, Mar 17 2021 10:25 AM
aic

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې لخوا، عامه روڼتیا لپاره ولایتي څېړنیزو خبریالانو ته جوړ شوي پروګرام کې؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون پنځه کلنې ستراتېژۍ په اړه د خبریالانو پوهاوي په پار ګډون کړی وه.

په دې پروګرام کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د څارنې او ارزونې آمر ښاغلي محمد داوود فیاض، حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا او شکایتونو ته د رسېدنې آمر ښاغلي رحمت الله پيروزي شتون درلود.

په پیل کې ښاغلي محمد داوود فیاض، د یو پرېزینټېشن له لارې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په اړه معلومات او ورپسې حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا د کمېسیون پنځه کلنې ستراتېژۍ په هکله توضیحات ورکړل؛ چې په دې لړ کې یې اطلاعاتو ته د لاسرسي دود پیاوړتیا او عامولو په برخه کې څېړنیز خبریالان د کمېسیون نږدې ذیدخل همکاران وبلل او په دې برخه کې یې د هغوی رول مهم او حیاتي وښود.

ورپسې ښاغلي رحمت الله پیروزي، د هېوادوالو او خبریالانو شکایتونو حق او ادارو څخه غوښتونکو ته د اطلاعات نه ورکولو په اړه خبرې وکړې. نوموړي د ادارو څخه د غوښتونکو شکایتونو ته درسېدنې او د قانون په رڼا کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون میکانیزم تشریح کړ.

د دې پروګرام په پای کې د خبریالانو ټولو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS