د خبریالانو ورځ مبارک!

Anonymous (not verified)
Wed, Mar 17 2021 11:46 AM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي د مشرتابه هیئت او کارکوونکي، د خبریالانو ورځ؛ ټولو هغو خبریالانو ته چې په ډېرو ګواښوونکو حالاتو کې هېوادوالو ته اطلاع رسونه کوي مبارک وايي.

خبریالي یو پاک او مقدس مسلک دی چې خبریالان د حقیقت له لارې او ګواښ څخه ډک رسالت په واسطه؛ وګړو ته موثقه او پر وخت اطلاع رسونه کوي. په ټولنه کې د خبریالانو شتون، د دولت او ملت ترمنځ د یو ارتباطي پول په توګه حیاتي او سازمان جوړونکی حیثیت لري.

له خبریالانو پرته په ټولنه کې بشپړه او سمه اطلاع رسونه ناشونې ده. همدا خبریالان دي چې له پوهې او تخصص څخه په ګټنې د ټولنې واقعیتونه په حرفي او ښه ډول اطلاع رساني کوي، همداشان خلک له واقعیتونو او پېښو څخه خبروي.

اطلاعاتو ته لاسرسی د رسنیو او خبریالانو خام مواد جوړوي. څرنګه چې په ټولنه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې خبریالان له ستونزو سره مخ دي، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون خبریالانو ته ډاډ ورکوي چې له ټولو صلاحیتونو څخه په ګټې اخیستنې او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تامین په واسطه به، اطلاعاتو ته د لاسرسي پر وړانډې شته ستونزې یو د بل په همکارۍ له منځه یوسي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، یو ځل بیا د خبریالانو ورځ ټولو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ته مبارک وایي او له خدای (ج) څخه ورته د لا بریالیتوبونو غوښتنه کوي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS