ستندرد ملي اداره کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرام

Anonymous (not verified)
Tue, Mar 09 2021 11:02 AM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په اړه د پوهاوي پروګرام، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون دارالانشا رییس ښاغلي عصمت الله حیدري، د عامه پوهاوي آمر ښاغلي خلیل جیحون، د ستندرد ملي اداري مالي او اداري مرستیال ښاغلي عبیدالله شهزاد په شتون کې د دې ادارې کارکوونکو ته ترسره شو.

کمیسیون دسترسی به اطلاعات

په پیل کې ښاغلي عبیدالله شهزاد، اطلاعاتو ته لاسرسی یو بشري او وګړیز حق وګانه او اطلاعاتو ته لاسرسی یې دولتي پروګرامونو کې د خلکو ګدون کچې لوړتیا، د پرېکړو پلي کولو کې مهمه اغېزمنه وسیله وبلله. ښاغلي شهزاد زیاته کړه؛ د ادارو د کړنو پر وړاندې د وګړو پرېکړې، قضاوت او همکاري، په ادراو کې شته اطلاعاتو ته د خلکو لاسرسي کچې پورې مستقیمه اړیکه لري، پر همدې اساس ادارې وګړو ته پر وخت او دقیقو اطلاعات ورکولو باندې مکلفې دي. همدارنګه ښاغلي شهزاد، ملي ستندرد اداره کې هېوادوالو ته، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په برخه د زمینې برابرولو ډاډ ورکړ.

ورپسې ښاغلي عصمت الله حیدري، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تاریخ باندې د یو بشري حق په توګه خبرې اترې وکړې او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق، قانوني او حقوقي ځای باندې د ملي او نړیوالو سندونو له نظره هر اړخیز توضیحات ورکړل. ښاغلي حیدري وویل:« د افغانستان اساسي قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون، اصل اطلاعات ورکولو باندې ده؛ خو استثناګانې (نه خپرېدونکي) اطلاعات په قانون کې په واضح ډول راغلي دي چې د هغې پر بنسټ نه شو کولای ځینې اطلاعات خپاره کړو».

کمیسیون دسترسی به اطلاعات

همدارنګه د کمېسیون دارالانشا رییس، د یو خپلواک بنسټ په توګه د کمېسیون رامنځته کېدو وروسته، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون لاسته وړنو، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د ادارو د مسوولینو او هېوادوالو د پوهاوي کچې لوړولو، د غوښتونکو شکایتونو ته د رسېدنې او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پلي کېدو څرنګوالي په اړه هر اړخیز معلومات له ورکړل او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پلي کولو په اړه یې د ادارو د همکاریو او فعالیتونه هرکلی وکړ.

د پروګرام په پای کې د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني او عبدالحبیب عزیزي، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د عامه پوهاوي کارپوه، د يو پرېزینټیشن په وسیله اطلاعاتو ته د لاسرسي حق، اطلاعاتو ته لاسرسي قانون موخو، اطلاعاتو ته د لاسرسي طریقې، د وګړو ملاتړ، د اطلاعاتو ورکولو مودې، د اطلاعات ورکولو طریقې، اطلاع رسونې مرجع مسوولینو، په ادارو کې د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو دندو، له وړاندې د اطلاعات خپرولو په هکله د ادارو مکلفیت، اطلاعاتو ته د لاسرسي ممنوعیتونو، شکایتونو او ورته رسېدنه، سرغړونو، تأدیبی مؤیداتو او د وګړو خوندیتوب په هکله د قانون په رڼا کې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS