د اوبو چارو تنظیم ملي اداره کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرام

Anonymous (not verified)
Tue, Feb 16 2021 9:41 AM
کمیسیون دسترسی به اطلاعات

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو او د اطلاع رسونې دود عامولو او پیاوړتیا په موخه، د اوبو د چارو تنظیم ملي اداره کې د پوهاوي پروګرام؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مرستیالې آغلې نجیبې مرام، د اوبو د چارو تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال احمد ویس بصیري په شتون کې ترسره شو.

په دې پروګرام کې آغلې مرام، د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو سره د اړوندو څانګو هر اړخیزې همکارۍ باندې د ټینګار ترڅنګ، وویل؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کول ملت ته د دولت ځواب ویلو لامل کېږي. نوموړې، په دولتي ادارو کې شته اطلاعات د وګړو امانت وباله او زیاته یې کړه؛ وګړي حق لري هر وخت چې وغواړي خپل امانت ته لاسرسی ولري.

کمیسیون دسترسی به اطلاعات

ورپسې ښاغلي بصیر د ښه راغلاست ترڅنګ وویل؛ موږ د خپلو ټولو کړنو په اړه وګړو ته ځواب ویوونکي یو او د اوبو د چارو تنظیم ملي اداره، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې ژمنه ده، چې وګړو ته اطلاعات او ځواب ویونکي اوسي.

په پای کې ښاغلي جعفر ایشاني، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د عامه پوهاوي کارپوه، د يو پرېزینټیشن په وسیله اطلاعاتو ته د لاسرسي حق، اطلاعاتو ته لاسرسي قانون موخو، اطلاعاتو ته د لاسرسي طریقې، د وګړو ملاتړ، د اطلاعاتو ورکولو مودې، د اطلاعات ورکولو طریقې، اطلاع رسونې مرجع مسوولینو، په ادارو کې د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو دندو، له وړاندې د اطلاعات خپرولو په هکله د ادارو مکلفیت، اطلاعاتو ته د لاسرسي ممنوعیتونو، شکایتونو او ورته رسېدنه، سرغړونو، تأدیبی مؤیداتو او د وګړو خوندیتوب په هکله د قانون په رڼا کې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS