د پلټنې عالي اداره کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرام

Anonymous (not verified)
Mon, Feb 01 2021 2:58 PM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، په ټولنه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو ته ژمن دی؛ د همدې چارې ترسره کولو او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق لا ښه پلي کولو په پار د پوهاوي پروګرامونو په لړۍ کمېسیون نن د پلټنې عالي اداره کې د کمېسیون کمېشنرې آغلې زهرا موسوي، مالي او اداري مرستیال ښاغلي عالم شاه ابراهیمي، د دې ادارې رییسانو، آمرینو او د کمېسیون د عامه پوهاوي ټیم په شتون کې ترسره شو.

کمیسیون دسترسی به اطلاعات

 

په پیل کې ښاغلي ابراهیمي، د ښه راغلاست ترڅنګ، د پلټنې عالي اداره کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین څخه کمېسیون ته ډاډ ورکړ او ویې ویل؛ د پلټنې عالي ادارې موخه په ادارو کې د روڼتیا تامینول دي چې په ادارو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینول موږ یادې موخې ته رسوي.

ورپسې آغلې موسوي وویل؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي فلسفه دا ده چې وګړي اطلاعاتو ته د لاسرسي حق څخه د ګټنې په واسطه د حکومتوالۍ چارې څاري او کنټرلوي، ترڅو د حکومتوالۍ په پروسه کې روڼتیا تامین شي. نوموړې له وړاندې اطلاعات خپرولو باندې ټینګار وکړ او اطلاعاتو ته لاسرسی یې د ملت او دولت ترمنځ د باور ټینګښت لپاره اغېزمن میکانیزم وباله

کمیسیون دسترسی به اطلاعات

 

په پای کې ښاغلي جعفر ایشاني، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د عامه پوهاوي کارپوه، د يو پرېزینټیشن په وسیله اطلاعاتو ته د لاسرسي حق، اطلاعاتو ته لاسرسي قانون موخو، اطلاعاتو ته د لاسرسي طریقې، د وګړو ملاتړ، د اطلاعاتو ورکولو مودې، د اطلاعات ورکولو طریقې، اطلاع رسونې مرجع مسوولینو، په ادارو کې د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو دندو، له وړاندې د اطلاعات خپرولو په هکله د ادارو مکلفیت، اطلاعاتو ته د لاسرسي ممنوعیتونو، شکایتونو او ورته رسېدنه، سرغړونو، تأدیبی مؤیداتو او د وګړو خوندیتوب په هکله د قانون په رڼا کې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS