د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پرګرام

Anonymous (not verified)
Mon, Feb 01 2021 2:45 PM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرامونو په لړۍ کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې عمومي ریاست کې د پوهاوي پرګرام ترسره کړ.

دا پروګرام اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنر ښاغلي حمدالله ارباب، د چارو ادارې مطبوعاتي رییس ښاغلي خوشحال خلیل، د دې ادراې مرستیالانو او د کمېسیون د عامه پوهاوي ټیم په شتون کې ترسره شو.

کمیسیون دسترسی به اطلاعات

 

په پیل کې ښاغلي خوشحال د ښه راغلاست ترڅنګ وویل؛ وګړي، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې حق لري چې د دولتي ادارو اطلاعاتو ته لاسرسی ولري. نوموړي، اطلاعاتو ته د لاسرسي پر وړاندې تر ټولو مهم خنډ د محرمیت دود شتون وباله او د عامه پوهاوي له لارې کولای شو دا دود ختم کړو. همدارنګه د چارو ادارې مطبوعاتي رییس له کمېسیون سره د دې ادارې د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.

کمیسیون دسترسی به اطلاعات

 

ورپسې ښاغلي ارباب، اطلاعاتو ته لاسرسی یو وګړیز حق وباله او ویې ویل؛ د ادارو له رامنځته موخه خلکو ته د خدمتونو ارایه کول دي. ادارې مکلفې دي؛ له وکړو سره په مشورې وګړو ته خدمتونه وړاندې کړي. هغه همدارنګه زیاته کړه؛ هغه وګړي او خلک کولای شي ادارو ته ښې مشورې ورکړي چې په ادارو کې شته اطلاعاتو ته لاسرسی ولري. د کمېسیون غړي، له وړاندې د اطلاعاتو خپرولو باندې ټینګار وکړ او د قانون په رڼا کې ادارې، حق نه لري چې له غوښتونکو څخه د اطلاعاتو په هکله د دلیلونو غوښتنه وکړي.

کمیسیون دسترسی به اطلاعات

 

په پای کې د کمېسیون تخنیکي سلاکار ښاغلي ولي الله مصباح، د یو پرېزېنټېشن په ارایه کولو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون، اطلاعاتو  ته د لاسرسي قانون حقوقي مبنا، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون واکونو، د اطلاعات خپرولو، د ادارو مکلفیتونو، د اطلاع رسوونکي دندو، ، د شکایت ثبتولو او ورته رسېدنې، اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاین سېستم په هکله هر اړخیز معلومات ورکړل.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS