د ملي کارموندنې مسوولینو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون ګډه غونډه

Anonymous (not verified)
Wed, Jan 27 2021 9:29 AM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون او د ملي کارموندنې مسوولینو ترمنځ ګډه غونډه؛ د کمېسیون د غړې ښاغلي حمدالله ارباب، د اقتصاد وزارت استازي ښاغلي عبدالله واحدیار، د بهرنیو چارو وزارت استازي ښاغلي محمداسمعیل صاحبزاده، د کابل ښاروالۍ استازي ښاغلي امید ولید حبیبي، د سیمه ییزو ارګانو خپلواکې ادارې استازو ښاغلي مختار احمد او فهیم محمدي په شتون کې د ملي کارموندنې پروګرام پلي کولو په وخت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین په پار اطلاعاتو ته د لاسرسي په کمېسیون کې ترسره شوه.

په پیل کې ښاغلي عبدالله واحدیار، د ملي کارموندنې پروګرام ټولیزې موخې او عملیاتي واحدونه په څو بنسټیزو محورونو؛ د ملي او سیمه ییزو بې ځایه شویو ګډول، د لنډمهالې کارموندنې فرصتونه برابرول، د کار بازار ته پیاوړي کوونکي بنسټیز اصلاحات، د لویو ښارونو لکه؛ ننګرهار، قندهار، خوست او هرات ولایت کې ښاري لومړیتوبونو باندې پانګونه، د کابل ښاروالۍ بنسټیزه پیاوړتیا او اصلاحات، په هېواد کې د پانګونې اصولو او مقررو بیاکتنې لپاره د کابل ښاروالۍ مشرتابه سره د همغږۍ باندې هر اړخیزمعلومات وړاندې کړل. ښاغلي واحدیار د کمېسیون له مشرتابه وغوښتل چې د کارموندنې ملي پروګرام د پلي کېدو په لړ کې، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې د هېوادوالو د پوهاوي کچې لوړلو او اطلاعاتو ته د لاسرسي څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې له دوی سره اړینه همکاري وکړي، ترڅو د کارموندنې ملي پروګرام په راڼه او د هېوادوالو د اړتیا پر اساس په جدي ډول پلی شي.

کمیسیون دسترسی به اطلاعات

ورپسې ښاغلي حمدالله ارباب، د ملي کارموندنې پروګرام پلي کول، د هېوادوالو پر ژوند د مثبت بدلون لپاره مهم وبلل، نوموړي د ملت او دولت ترمنځ د باور رامنځته کولو او د روڼتیا تامین په تړاو اطلاعاتو ته د لاسرسي پر حق پر اهمیت خبرې وکړې. د کمېسیون غړي، د اصولو، مقررو، لوایحو او د پروژې اړوند اطلاعاتو په رڼا کې دقیقه او پر وخت اطلاع رسونه، د ټولنې غریبو او ګټه اخیستوونکو لپاره مهم عنوان کړ. ښاغلي ارباب د ملي کارموندنې له مسوولینو څخه وغوښتل چې اطلاعات له وړاندې له هېوادوالو او د همغې سیمې خلکو سره شریک کړي، ترڅوغریب او مستحق وګړي وکړای شي له دغو اطلاعاتو د ژوندانه کچې ښوالي او بدلون په برخه کې ګټه ترې واخلي.

د پروګرام په لړ کې ښاغلي محمد داود فیاض او ښاغلي خلیل جیحون، اطلاعاتو ته د هېوادوالو لاسرسي او اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

په پای کې پرېکړه وشوه چې کمېسیون به، د پورته پروګرام کارکوونکو ته د عامه پوهاوي پروګرام ترسره کوي او همدارنګه د کارموندنې ملي ادارې ته اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم کې یو ځانګړی حساب جوړ، ترڅو هېوادوال او رسنۍ وکولای شي د یاد پروګرام بودجې لګښت او پلي کولو په اړه اطلاعات وغواړي او له روڼتیا څخه ډاډ ترلاسه کړي.

د یادولو وړ ده چې د کارموندنې ملي پروګرام د اقتصاد وزارت په کچه ملي پروګرام دی چې ۲۰۰میلیونه امریکایي ډالر بودجه لري او د نړیوال بانک لخوا تمویل کېږي. دا پروګرام د کډوالو، بېرته راستنېدونکو، کورنیو بېځای شویو او میزبان ښارونو لپاره د کاري فرصتونو او اقتصادي چارو رامنځته کولو، د ۱۳ ښارونو په مرکز کې د ۵ کلونو لپاره پلي کېږي. دا پروګرام د ۵ عملیاتي واحدونو لرونکې ده چې د اقتصاد وزارت د مشرتابه لخوا ترسره کېږي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS