د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ بنسټ (نی) اجراییوي رییس سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون ناسته

Anonymous (not verified)
Tue, Jan 19 2021 10:14 AM
کمیسیون دسترسی به اطلاعات

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د آزادو رسنیو ملاتړ بنسټ (نی) اجراییوي رییس سره، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د ګډو همکاریو او پیاوړتیا په پار، اطلاعاتو ته د لاسرسي څخه د ملاتړ ائتلاف جوړولو، اطلاعاتو ته د لاسرسي په تړاو د یوه آند، اطلاع رسونې او له حکومتي مسوولینو سره د مرکې څرنګوالی، د خبریالانو شکایتونو ته د رسېدنې په اړه بحث اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په دفتر کې ترسره شو.

په دې ناسته کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د عامه پوهاوي آمر ښاغلي خلیل جیحون، اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاین سېستم تشریح او ورپسې دواړو خواو اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د ګډو همکاریو په هکله بحث او خبرې اترې وکړې.

ښاغلي عین الدین بهادري، اطلاعاتو ته د لاسرسي په تړاو د شته ستونزو له منځه وړلو په برخه کې د ګډو همکاریو او کړنې اغېزناکې وبللې او ویې ویل: «اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاین سېستم له رامنځته کولو تر اوسه پورې یې ښه پایله ورکړې او د پرمختګ لپاره یې باید کار وشي». ښاغلي بهادري د مدني بنسټونو او اطلاعاتو ته د لاسرسي متخصصینو په وړاندیزونو او آندونو باندې ټینګار وکړ او د نی له بنسټ څخه یې وغوښتل ترڅو په دې برخه کې همکاري وکړي.

کمیسیون دسترسی به اطلاعات

ورپسې ښاغلي عبدالمجیب خلوتګر، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم رامنځته کول یو نوښت وباله او په دې برخه کې یې اړین آندونه او وړاندیزونه ارایه کړل. ښاغلي خلوتګر د ګډو همکاریو لا وضاحت لپاره د هوکړې لاسلیک کولو وړاندیز وکړ چې د دواړو اړخونو د هوکړې په صورت کې به لاندې سکالو ګانې په کې ځای وي؛ د کړنو څېړلو په موخو د ګډې کمېټې رامنځته کول، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د رسنیو ستونزې او مشکلات، د نی له مجازي پاڼو څخه د اطلاعاتو او کړنو شریکول او عامول، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق څخه د ملاتړ ائتلاف تشکیل باندې کار کول او له حکومتي مسوولینو سره د خبریالانو مرکې په هکله د مقررې تدوینول.

په دې ناسته کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري، کمېشنرې آغلې زهرا موسوي، د دارالانشا رییس ښاغلي عصمت الله حیدري، د افغانستان آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ اجراییوي رییس ښاغلي عبدالمجیب خلوتګر او همکارانو یې شتون درلود.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS