اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین په برخه کې د ادارو لخوا هر ډول اقدام، ښې حکومتوالۍ ته زمینه برابروي

Anonymous (not verified)
Tue, Dec 29 2020 11:47 AM
aic

د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون، د یو اقدام په لړ کې د ملکي خدمتونو د مامورینو د ارزونې فورم کې، د ښې حکومتوالۍ لپاره په مرکزي واحدونو (ب) کتار کې د ملکي خدمتونو مامورینو کلنۍ ارزونې لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کول معیار ګڼلی دی؛ چې د دې پر بنسټ به د ملکي خدمتونو مامورین په خپلو کړنو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو څخه ځانګړې نمرې ترلاسه کوي. دا کړنه کولای شي د دولتي ادارو مسوولین او مامورین ځواب ویونکي او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو ته زمینه برابره کړي، همدارنګه ترڅنګ یې په ادارو کې شته اطلاعاتو د هېوادوالو لاسرسی اسانه کوي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون له دې اقدام څخه هرکلی او مننه کوي. کمېسیون هیله‌مند دی چې د ټولو ادارو مسوولین د پورته اقداماتو عملي کولو لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې عملي کړنې ترسره کړي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS