د کار او ټولنیزو چارو وزارت وزیر سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د مشرتابه لیدنه

Anonymous (not verified)
Mon, Dec 14 2020 2:10 PM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مرستیالې آغلې نجیبې مرام او کمېشنرې آغلې زهرا موسوي، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین او د قانون پلي کولو په برخه کې د همکارۍ په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت له وزیر ښاغلي بشیراحمد ته ینج سره په دې وزارت کې ولیدل.

په دې لیدنه کې آغلې نجیبې مرام، د نوموړي وزارت په تشکیل کې د اطلاع رسونې مرجع مسوول د رامنځته کولو ستاینې سربېره؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون موخو او مسوولیتونو او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو او عامولو په پرخه کې د دولتي ادارو په همکاریو خبرې وکړې. آغلې مرام د دې ادارې له اطلاع رسونې مسوول سره د همکاریو په ټینګار وویل:«اړتیا ده چې یاد وزارت اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د خپلو کړنو په لومړیتوب وګرځوي ترڅو اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین شي». د کمېسیون مرستیالې، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پنځلسمې مادې پر بنسټ د اطلاعاتو خپرول، د کره او پر وخت اطلاع رسونې په برخه کې اړین وبلل.

ورپسې آغلې زهرا موسوي، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون موخو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون دندو او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو کې د ادارو مکلفیتونو باندې خبرې وکړې؛ ویې ویل:« اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون څارنیز رول لري چې په ادارو کې د قانون پلي کولو څخه څارنه کوي او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په ګډون ټولې ادارې مکلفې دي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلی او کمېسیون ته راپور ورکړي».

آغلې موسوي، د دې مطلب په څرګندولو چې کمېسیون؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو څخه د څارنې په وسیله کوښښ کوي، اطلاعاتو ته د لاسرسي پر وړاندې شته خنډونه پیدا او له ادارو سره په همغږۍ یې حل کړي. د کمېسیون غړې، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین په هکله د سیاسي ارادې په ټینګار او د دې وزرات د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو سره د همکاریو په پار له یاد وزارت څخه وغوښتل چې د کنشي او د غوښتونکو لخوا د غوښتل شویو اطلاعاتو په ورکولو کې همکاري وکړي.

د لیدنې په دوام کې ښاغلي بشیر احمد ته ینج، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او کمېسیون څخه د هرکلي ترڅنګ زیاته کړه: د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې هېڅ د پټولو لپاره نشته او جدي اراده موجوده ده چې په دې وزارت کې ټول کارونه له څارونکو بنسټونو سره په همغږۍ له وګړو سره شریک شي. ترڅو له کاري روڼتیا څخه ډاډمن شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر وویل: « اطلاعاتو ته لاسرسي مسوولینو ته دا انګیزه ورکوي چې د خلکو او څارونکو بنسټونو پر وړاندې ځواب ویونکي او له بل اړخه د وزارت کړنې او لاسته راوړنې منعکسې کوي چې په پایله کې په بنسټ باندې د وګړو د باور لامل او له فساد څخه د مخنیوي باعث کېږي». ښاغلي ته ینج؛ په دې وزارت کې اطلاعاتو ته لاسرسي قانون پلي کولو په برخه کې د هر اړخیزې همکاري ژمنه وکړه او چمتو دی چې د دې وزارت مختلفو څانګو ته د اطلاع رسونې مرجع مسوول سره په همکارۍ د اطلاعات ورکولو لپاره متحدالمال مکتوب صادر کړي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS