د سولې او ډیموکراسۍ لپاره د برابرۍ بنسټ او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون ترمنځ د همکاریو هوکړې لاسلیک

Anonymous (not verified)
Mon, Dec 14 2020 9:15 AM
aic

دا هوکړه؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مرستیالې آغلې نجیبې مرام، کمېشنرې آغلې زهرا موسوي، د سولې او ډیموکراسۍ لپاره د برابرۍ بنسټ مرستیالې آغلې فروزان رسولي او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون آمرینو په شتون کې؛ د کمېسیون مرستیالې آغلې نجیبې مرام او د نوموړې بنسټ مرستیالې آغلې فروزان رسولې لخوا لاسلیک شوه.

په پیل کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مرستیالې آغلې نجیبې مرام، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او د دې حق تامینولو په برخه کې د مدني بنسټونو په همکارۍ خبرې وکړې او د دوی رول یې اطلاعاتو ته د لاسرسي دود پیاوړتیا او عامولو لپاره مهم وباله. همدارنګه د سولې او ډیموکراسۍ لپاره د برابرۍ بنسټ مرستیالې آغلې فروزان رسولي، په خپلو خبرو کې هېوادوالو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په اړه د عامه پوهاوي او ښوونیزو پروګرامونو په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون سره د ګډ کار ډاډ ورکړ.

د سولې او ډیموکراسۍ لپاره د برابرۍ بنسټ، د فعاله مدني بنسټونو له ډلې څخه یوه هغه ده؛ چې د افغانستان پنځو (کابل، هرات، بامیان، ننگرهار او بلخ) ولایتونو کې د شبکې جوړونې او د مدني ټولنو د همغږۍ پروګرامونه یې د ښځو په مشرتابه پیل کړي دي؛ چې وکولای شي د پرمختیایي پروژو او همدارنګه د عامه بنسټونو لخوا د خدمتونو وړاندې کولو څخه د ډاډمنتیا او د دولتي بنسټونو کړنو روڼتیا څخه څارنه وکړي.

aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پر بنسټ، هېوادوال هغه وخت کولای شي د دولتي بنسټونو له کړنو په دومداره توګه څارنه وکړي چې په ادارو کې شته اطلاعاتو ته په بشپړه توګه لاسرسی ولري. پر همدې بنسټ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود پیاوړتیا په پار د هېوادوالو د پوهې کچې لوړولو، په ښې حکومتوالې کې د وګړو ګډون ته د زمینې برابرولو، د وګړو ټولنیز څار پیاوړتیا په پار د سولې او ډیموکراسۍ لپاره د برابرۍ بنسټ سره د همکاریو هوکړه لاسلیک کړه. ترڅو وکولای شي اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین په برخه کې خپلې کړنې تر ولایتونو پورې وغځوي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS