د فساد پر وړاندې مبارزې نړیواله ورځ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون لخوا ونمانځل شوه

Anonymous (not verified)
Sun, Dec 13 2020 11:47 AM
aic

کابل، افغانستان: اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د ۱۳۹۹کال د لیندۍ ۲۲مه، شنبې ورځ د یو پروګرام له لارې د فساد پر وړاندې نړیواله ورځ؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري، غړو ښاغلی حمدالله ارباب او آغلې زهرا موسوي، د اداري فساد د څارنې او ارزونې خپلواکې او ګډې کمېټې رییس ښاغلي میوند روحاني، اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمېسیون کمېشنرې آغلې مریم زرمتۍ، د افغانستان د حقوقپوهانو اتحادیې مرستیال ښاغلي عبدالسبحان مصباح او د کمېسیون کارکوونکو په شتون کې ونمانځل شوه.

aic

په پیل کې ښاغلي حمدالله ارباب، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون موخو له لارې فساد سره مبارزې، په ډیموکراتیکو نظامونو کې د ادارو دندو، د افغانستان په ادارو کې د محرمیت دود حاکم والي په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: «د اداري فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون دنده دا ده چې؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په هکله د پوهاوي کچې لوړولو له لارې په ښې حکومتوالۍ کې د وګړو ګډون ته زمینه برابره کړي، ترڅو د قانون پر بنسټ په دولتي ادارو کې شته اطلاعاتو او د ادارو د کړنو په تړاو دقیقې څارنې او د دوی د کړنو په هکله له روڼتیا ډاډ ترلاسه کړي».

aic

ورپسې ښاغلي میوند روحاني، له فردې نظره د عقلاني فساد او په عین حال کې د ادارو په جوړښت کې د زنجیري فساد په هکله توضیحات ورکړل او ویې ویل:« د قدرت انحصار جمع پټول، نه ځواب ویل، د ښایسته سالارۍ نشتون، له ټولنیز مسوولیتونو څخه تېښته د اداري فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې د دولتي ادارو جدي خنډونه دي». د ښاغلي روحاني په اند په دولتي ادارو کې شدید بروکراتیک، د خدمتونو په وړاندې کولو او د چارو طی مراحل کولو کې ځنډ د فساد مهم لامل دی.

aic

همدارنګه آغلې مریم زرمتۍ، د اداري فساد پر وړاندې مبارزې په پار د مختلفو بنسټونو عمومي بسیج کولو، همغږۍ او همکارۍ باندې ټینګار وکړ او د فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې د دولت لاسته راوړنو باندې هر اړخیزې خبرې وکړې نوموړې وویل:« ټول دولتي او غیرې دولتي بنسټونه مکلف دي چې د فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې اړینه همغږي رامنځته او په ګډه عملي اقدامات وکړي ترڅو هېوادوالو ته د حکومتي پروګرامونو پلي کولو کې زمینه برابره شي». د آغلي زرمتۍ په اند د دولتي، غیرې دولتي بنسټونو او همدارنګه د عام وګړو له ګډون او همغږۍ پرته فساد پر وړاندې مبارزه ناشونې ده.

aic

ورپسې ښاغلي عبدالسبحان مصباح، د فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې د دولت قانوني کړنو په هکله خبرې وکړې او د ځینو بنسټونو کم اغېزتوب په ځانګړي توګه فساد پر وړاندې مبارزې او همدارنګه د ځینو بنسټونو په عدلي او قضایي کړنو کې د افرادو مداخلې باندې نیوکه وکړه او ویې ویل:« لویه څارنوالي د افغانستان له مهمو بنسټونو څخه ده چې د افغانستان اساسي قانون پر بنسټ جوړه شوې او کولای شي په ټولنه کې په مشروع ډول قوانین پلي او د قانون حاکمیت ته زمینه برابره شي».

aic

په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS