فساد سره د مبارزې په پار د جایزې ګټلو په تړاو پژواک خبري آژانس ته د کمېسیون د مبارکۍ پيام

Anonymous (not verified)
Sat, Dec 12 2020 11:43 AM
aic

فساد سره د ریښتینې مبارزې په برخه کې د پژواک خبري آژانس تولیدي کړنو ته په کتو؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې لخوا وستایل شو. د فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې د هېواد د رسنیو د ارزښتناکو کړنو ملاتړ او د رسنیو اغېزمن فعالیتونه کولای شي په ټولنه کې د بیان ازادۍ د ارزښتونو د پلي‌کېدو لامل کېږي او له بل اړخه د ملي سرچینو په لګښت کې د ښه مدیریت باعث شي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د څېړنیزو خبرونو جوړولو په تړاو؛ پر وخت او سمې اطلاع رسونې، فساد پر وړاندې مبارزې، د ادارو په ځواب ویلو کې د وګړو فعال او پوه ګډون مهم بولي او د هېواد له ټولو انځوریزو، غږیزو او چاپي رسنیو څخه غواړې چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د خپلو رسنیزو کړنو بنسټ او اساس وګرځوي ترڅو په ټولنه کې اطلاعاتو ته د هېوادوالو لاسرسي په پار د منظم قانون ملاتړ وکړي.

دغه کمېسیون، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود پیاوړتیا او عامولو لپاره له ټولو مدني او رسنیزو بنسټونو سره ګډ کار ته ژمن دی ترڅو وکولای شي له دې لارې د فساد کمښت، د ځواب ورکوونکي او حساب ورکوونکي حکومت جوړښت خپل رول ادا کړي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS