د فساد پر وړاندې مبارزې نړیوالې ورځ په تړاو اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون پیام

Anonymous (not verified)
Wed, Dec 09 2020 2:37 PM
aic

د ډسمبر نهمه د فساد پر وړاندې مبارزې نړیوالې ورځې سره برابره ده چې هر کال مختلف بنسټونه دا ورځ په داسې حال کې نماځي چې فساد نه یواځې په ملي بلکه په نړیواله کچه په یو کړکېچ بدل شوی او په نړیواله کچه په مختلفو برخو کې یې ریښې کړي دي. افغانستان هم له دې ناولې پدیدې په امن نه دی پاتې او نظر نورو هېوادو ته نوموړی ډېر کړېږي. که څه هم په افغانستان کې فساد په جدي ډول په ټولنیز ناورین بدل شوی؛ خو سربېره پر دې هم د افغانستان دولت له نړیوالوشریکانو سره په همکارۍ د قوانینو، کړنلارو او ځانګړو طرحو په وضع او پلي کولو هڅه کړې ده چې د فاغنستان د ټولنې په مختلفو برخو کې د فساد مخنیوی وکړي. د دې کړنو له ډلې یو هم اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین، د روڼتیا پیاوړتیا، په حکومتوالۍ کې د وګړو ګډون، ملت ته حساب ورکول او فساد پر وړاندې مبارزې لپاره؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون وضع کول دي.

پرته له شک څخه اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین؛ په حکومتوالۍ او حساب غوښتلو کې د وګړو فعال ګډون، د پوهانو ګډون پیاوړتیا، د ادارو له کړنو او اجرااتو ټولنیز څار، د اداري فساد پر وړاندې مبارزې لپاره له ښه اهمیت څخه برخمن دی.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون باور لري؛ چې د ادارو لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کول او د هېوادوالو لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي حق څخه ګټه اخیستنه کولای شي، فساد کم او مفسدې ډلې افشا کړي چې په پایله کې په هېواد کې پرمختیا او پراختیا ته زمینه برابرېږي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS