اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو لپاره د ټولنیزو او مدني بنسټونو همکاري اړینه ده

Anonymous (not verified)
Mon, Dec 07 2020 10:50 AM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق چې د هېوادوالو له بنسټزو حقونو څخه ده د دې حق ضمانت د افغانستان اساسي قانون کې تسجیل شوی دی. اطلاعاتو ته د لاسرسي فلسفه د روڼتیا تامین، فساد پر وړاندې مبارزه، په حکومتوالۍ کې د وګړو ګډون او حساب دي. له همدې امله اړتیا ده چې هېواوال، مدني او ټولنیز بنسټونه په کنشي ډول له دې حق څخه ګته واخلي او د هېواد پرمختیا لپاره، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود پیاوړتیا،عامولو، د ادارو ځواب ویلو او د روڼتیا تامینولو کې ګډون وکړي.

د همدې چارې لپاره د (ځلاند افغان فرهنګي) بنسټ په رضاکارنه توګه اطلاعاتو ته د لاسرسي دود پیاوړتیا او عامولو لپاره په فعالانه ډول د ننګرهار ولایت کامې ولسوالۍ کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرامونه پیل کړي دي.

نوموړي بنسټ دې لومړي ځل لپاره د ۱۳۹۹کال د لیندۍ په ۱۶مه، یکشنبه په ورځ؛ ۳۲تنه ښځو، محصلانو، شاګردانو او د کامې ولسوالۍ د پراختیایي شورا غړو په شتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرام ترسره کړ.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مشرتابه د (ځلاند افغان فرهنګي) بنسټ مسوول ښاغلي سید اصغر ساحل له دې نیک اقدام څخه مننه کوي او د دې بنسټ غړو ته د هيوادني رسالت ترسره کولو په پار د خدای (ج) له دربار څخه د بریا دعا کوي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS