د مدني بنسټونو رول، له څېړنیزو خبریالانو سره د اطلاع رسونې اړیکي او له تکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعیت ارزونه

Anonymous (not verified)
Wed, Dec 02 2020 9:13 AM
aic

د پروګرام په دې برخه کې؛ د اطلاعاتي بانک جوړولو او په ادارو کې د اطلاعاتو ډیجیټل کولو، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود او کلتور عامولو کې د مدني بنسټونو رول او د څېړنیز راپور لیکلو لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي اهمیت؛ د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او د وزارت ویاند ښاغلي اکبر رستمي، د سولې او ډیموکراسۍ لپاره د برابرۍ بنسټ مرستیالې آغلې فروزان رسولي او د اطلاعات روز ورځپاڼې مسوول مدیر ښاغلي محمدالیاس نواندیش په موضوعاتو بحث وشو.

aic

ښاغلي رستمي وویل:«د اطلاعاتو ډیجیټل کول نه یواځې چې اطلاعاتو ته لاسرسی پیاوړی کوي بلکه د بروکراسۍ مخنیوي، اداري فساد کمښت او کولای شي چې سندونه کې د لاسوهنې په برخه کې اغېزمن شي. همدارنګه کولای شي د ولسواکي او تاریخي شتمنۍ باندې بدل شي». د ښاغلي رستمي په اند، دیجیټل کول او د اطلاعاتي بانک جوړول زیاتې بودجې ته اړتیا نه لري، بلکه قوي هوډ او ډېر کم اقدامات کولای شي داسې لویو موخو ته مو ورسوي.

د کرنې وزارت ویاند زیاته کړه: په دې وزارت کې د اطلاعاتي بانک جوړولو تر اوسه پورې ۵ زره او سل دوسیې چې هریوه دوسیه له ۳۰۰ څخه تر ۶۰۰ پاڼو پورې رسېږي، اطلاعاتي بانک ته ور زیاتې کړي دي.

aic

آغلې رسولي په ټولنه کې د وګړو فعال رول باندې د ټینګار سربېره وویل:«فعال او وېښ وګړي هغه کسان دي چې دې هر شونې لار په واسطه اطلاعات تر لاسه کړي او له هغو څخه د حکومتوالۍ او پرمختیا په برخه کې ګټه واخلي». هغې همدارنګه اطلاعاتو ته لاسرسی د ډیموکراسۍ له مهمو اصولو وباله.

آغلې رسولي، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون څخه وغوښتل چې په پرمختیایي پروګرامونو کې د وګړو ګډون لپاره د ټولو ولایتونو په کچه د پوهاوي پروګرامونه ترسره کړي. ترڅو اطلاعاتو ته د لاسرسي حق څخه په استفادې د وګړو او مدني ټولنو لخوا وګړیز ګډون ته زمینه برابره شي.

aic

په پای کې د اطلاعات روز ورځپاڼې مسوول مدیر ښاغلي محمدالیاس نواندیش چې د څېړنیزو خبرونو او راپورونو پیاوړتیا په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په هکله خبرې کولې وویل:«څېړنیز راپور د دولتي کارکوونکو له قانون څخه د سرغړونې مواردو او کارکوونکو له پټو کارونو څخه پرده پورته کوي، ځکه نو د څېړنیز راپور لیکلو لپاره اطلاعات د ملاتیر ګڼل کېږي». ښاغلي نواندیش، اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون د منځپانګې له اړخه غوره قانون وباله

aic

او د ځینو ستونزو په ځانګړي ډول د محرمیت دود شتون یې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو کې جدي خنډ وګاڼه.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS