د اطلاعاتي بانک په رامنځته کولو او د اطلاعاتو ډیجیټل کولو په وسیله کولای شو اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین لپاره زمینه اسانه کړي

Anonymous (not verified)
Tue, Nov 24 2020 11:43 AM
aic

د وګړیزې ټولنې پرمختیا او په ځانګړي توګه د علمي څېړنو زیاتوالي لپاره اطلاعاتو ته لاسرسی اړین دی. د پوهې تولید او ځواب ویونکي دولت لرلو لپاره؛ اړتیا ده چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د احکامو په رڼا کې، په ادارو کې شته اطلاعاتو ته هېوادوال په اسانه لاسرسی ولري. له همدې امله اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کوښښ کوي چې په دې بنسټ کې شته ټول اطلاعات او سندونه ډیجیټل تولید کړي او په انلاین ډول یې د عام وګړو، خبریالانو او څېړنونکو په واک کې ورکړي، ترڅو ټولو اطلاعاتو د اسانه لاسرسي په پار زمینه برابره کړي

aic

پر همدې بنسټ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري او د کمېسیون د مختلفو څانګو مسوولینو د سندونو ډیجیټل کولو لپاره په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز (ACKU) له تجربو څخه د ګټې اخیستنې په پار له دې مرکز څخه لیدنه وکړه. دا لیدنه د افغانستان د معلوماتو مرکز رییس ښاغلي وحید وفا په همکارۍ او لارښونه ترسره شوه.

په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز، په سیمه کې د تاریخي څېړنیزو سندونو راټولولو، ورکولو او ډلبندۍ ترټولو مهم او مخکښ بنسټ دی. د دې سندونو ډېره برخه چې د دې مرکز په آرشیف کې ساتل کېږي؛ په ډيجيټل ډول هم ورکول کېږي. د دې مرکز ماموریت د کتاب لوستلو دود عامول، د اکاډمیکو څېړنو لپاره د څېړنیزو سرچینو بډایه کول او څېړنیز پروګرامونه دي. دې بنسټ ډېر پخواني او اوسني سندونه راټول او ډیجیټل کړي یي دي، ترڅو ټول وګړي په انلاین ډول ورته لاسرسی ولري.

په پای کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د ښاغلي وحید وفا له همکاریو او لارښوونو، همدارنګه له کمېسیون سره د سندونو په ډیجیټل کولو کې ددې مرکز د دومداره همکاریو ژمنې مننه وکړه.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS