د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانو په هکله د پوهاوي پروګرام

Anonymous (not verified)
Mon, Nov 16 2020 1:21 PM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرام د ۱۳۹۹کال د لړم ۲۶مه، دوشنبه په ورځ، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنرې آغلې زهرا موسوي، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت د پالیسۍ او پلان رییس میرویس نیکمل په شتون کې د یاد وزارت رییسانو او آمرینو ته ترسره شو.

آغلې موسوي چې په دې پروګرام کې خبرې کولې وویل:«اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو کې دولتي ادارې بنسټيز رول لري او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په ادارو کې له پلي کېدو څارنه او ملاتړ کوي». هغې زیاته کړه؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په آند په دولتي ادارو کې د محرمیت او پټولو دود تر اوسه په لوړه کچه شتون لري چې له خلاصې دولتولۍ او ښې حکومتوالۍ سره اړخ نه لګوي او د منلو وړه ده. ځکه د اطلاعاتو دوران اصل دی؛ باید ټول اطلاعات د وګړو په واک کې ورکړل شي، پرته له استثنا څخه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون شپاړسمه ماده کې صراحت لري.

آغلې موسوي، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون موخو پر ټینګار سربېره وویل؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د یاد قانون پلي کولو سره له ادارو څخه غواړي چې وګړو ته په حکومتوالۍ، د حساب غوښتلو او اداري فساد پر وړاندې مبارزې ته زمینه برابره کړي، ترڅو له یوېخوا اطلاعاتو ته د هېوادوالو د لاسرسي حق تامین او له بلې خوا د ادارو په کړنو کې د هېوادوالو باور زیاتېږي.

aic

ښاغلي میرویس نېکمل، په خپلو خبرو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي اهمیت ته نغوته وکړه او دا یې د ښې حکومتوالۍ اصول وبلل. ښاغلي نېکمل، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو څخه د ډاډ ترڅنګ وویل:«د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت هڅه کوي، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې د اطلاع رسونې لړۍ ښه او بهتره کړي، ترڅو اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین شي». هغه په دې برخه کې د خپلو کړنو په هکله وویل: په نوموړي وزارت د اطلاع رسونې ځانګړی ټیم جوړ شوی دی. همدارنګه په دې برخه کې په ځانګړي او رسمي تشکیل باندې کار شوی او په جزییاتو یې کار روان دی. هغه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو په برخه کې د یاد وزارت هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

په پای کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د عامه پوهاوي آمر ښاغلي خلیل جیحون، د ولایتي اړیکو آمر ښاغلي محمد داوود فیاض، د یو پریزینتیشن له لارې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق مبنا، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون موخو، د اطلاعاتو ډلبندي، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون منبا او اطلاعاتو ته د لاسرسي باندې حاکم اصولو، د کمېسیون دندو او واکونو، د کلنیو اطلاعاتو خپرولو، د اطلاع رسونې مرجع رامنځته کولو او دندو، د وګړو خوندیتوب په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS