د ښځو چارو وزارت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د پوهاوي پروګرام

Anonymous (not verified)
Sun, Nov 08 2020 12:38 PM
aic

دا پروګرام اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنرې آغلې زهرا موسوي، تخنیکي سلاکار ښاغلي ولي الله مصباح، رییسانو، آمرینو او کارکوونکو په شتون کې د ښځو چارو په وزارت کې ترسره شو.  

په پیل کې د ښځو چارو وزارت د عامه اړیکو او مطبوعاتو رییسې آغلې شکیلا نظري، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د مشرتابه هیئت ته د ښه راغلاست تر څنګ؛ په دې وزارت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په برخه کې د کړنو په هکله معلومات وړاندې کړل. هغې وویل؛ اطلاعاتو ته لاسرسی په دولتي ادارو د روڼتیا او ځواب ویلو په مانا ده.

aic

ورپسې آغلې زهرا موسوي وویل؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي حق، د ښځو چارو وزارت له ماموریت سره چې  د ښځو حقونو تامینول دې، نږدې اړیکه لري. ځکه اطلاعاتو ته لاسرسی یو بشري حق دی او ښځې باید له یاد بشري حق څخه بشپړې برخمنې شي. آغلې موسوي زیاته کړه؛ د دولتي ادارو لخوا د اطلاعاتو نه ورکول په هغې اداره کې د فساد پر موجودیت دلالت کوي.

په پای کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون تخنیکي سلاکار ښاغلي ولي الله مصباح، د یو پرېزینټېشن له لارې، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS