اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله کابل ښاروالۍ کې د پوهاوي پروګرام ترسره کول

Anonymous (not verified)
Tue, Oct 13 2020 10:03 AM
aic

دا پروګرام اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د مرستیالې آغلې نجیبې مرام، د کابل ښاروال ښاغلي محمد داود سلطان زوی، د کابل ښاروالۍ رییسانو او کارکوونکو په شتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون د پوهاوي په موخه تر سره شو.

aic

په پیل کې ښاغلي سلطان زوی، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، اطلاعاتو ته دلاسرسي حق په هکله د پوهاوي پروګرامونو ترسره کولو ستاینه وکړ او دا یې په ډیموکراټیکو ټولنو کې یو اړین امر وباله هغه وویل:« يوه پوهه او اطلاعات لرونکې ټولنه په ټولو برخو کې ښې پرېکړې کولای شي». ښاغلي سلطان زوی زیاته کړه؛ په ټولنه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق دودول د پوهې تولید لامل کېږي. په پای کې ښاغلي سلطان زوی، په کابل ښاروالۍ کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو څخه ډاډ ورکړ.

aic

ورپسې آغلې مرام، اطلاعاتو ته لاسرسی د بشر حقونو له ډلې بنسټیز حق وباله او ویې ویل:« د قانون په رڼا کې ادارې مکلفې دي چې غوښتل شوي اطلاعات د غوښتونکو او هېوادوالو په واک کې ورکړي». هغې زیاته کړه؛ له وړاندې د اطلاعاتو ورکول په اداره کې د فساد نشتوالي باندې دلالت کوي. سربېره پر دې آغلې مرام، د کابل ښاروالۍ له ټولو برخو د اطلاع رسونې مسوول سره د همکارۍ غوښتونکې شوه.

په پای کې د کمېسیون د عامه پوهاوي آمر ښاغلي خلیل جیحون، د یو پرېزېنټېشن په ارایه کولو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون حقوقي مبنا، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون واکونو، د اطلاعات خپرولو، د ادارو مکلفیتونو، د اطلاع رسوونکي دندو، ، د شکایت ثبتولو او ورته رسېدنې، اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاین سېستم په هکله هر اړخیز معلومات ورکړل.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS