اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله په کاردان پوهنتون کې د پوهاوي پروګرام

Anonymous (not verified)
Tue, Oct 13 2020 1:05 PM
aic

د پوهاوي دا پروګرام اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رییس ښاغلي خواجه جمشید صدیقۍ، استادانو، د کاردان پوهنتون د حقوقو پوهنځي محصلینو او د ځینو مدني ټولنو همکارانو په شتون کې د ۱۳۹۹کال د تلې په ۲۱مه، دوشنبې په کاردان پوهنتون کې ترسره شو.

په دې پروګرام کې ښاغلي عین الدین بهادري، په اوسنۍ ټولنه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین او اړتیا، اطلاعاتو ته د لاسرسي او اقتصاد تر منځ اړیکې، په ډیجیټل حکومتوالۍ کې اطلاعاتو ته د آسانه لاسرسي په ګټو خبرې اترې وکړې. ښاغلي بهادري اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د تاریخ او اطلاعات غوښتلو سربېره وویل: « په اوسنۍ ټولنه کې اطلاعاتو ته لاسرسی تر ټولو نورو وختونو ډېره اړتیا ده او باید په واقعیت بدل شي». په ښې حکومتوالۍ کې اطلاعاتو ته لاسرسی په روڼتیا او ځواب ویلو باندې ولاړ دی. اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس، د دولتي ادارو ځواب ویل، د دولت پرېکړو ته د وګړو لاسرسی د هغوی برخلیک پورې مستقیمه اړیکه لري، د اداري فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې هڅې، پوهه او وګړیزه رول ترسره کول اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په تامینولو کې اړین او ضروري موارد ګڼل کېږي.

ښاغلي بهادري زیاته کړه؛ په اوسنیو حالاتو کې د ډیجیټل حکومتوالۍ کولای شي اطلاعاتو ته د لاسرسي او ټولو وګړو اړتیاوې ته پر وخت او دقیق ډول ځواب ورکړي ان تر دې چې د دولت ځواب ویل اسانه کوي.

ښاغلي بهادري، په یو هېواد کې اطلاعاتو ته لاسرسی د تولید، پرمختګ او اقتصادي پانګونې په برخه کې مهمه وسیله وبلله. همدارنګه په یو هېواد کې د پانګونې نشتون، د اقتصادي شرایطو په هکله د اطلاعاتو نشتون او عمومي فضا ګڼل شوې ده هغه زیاته کړه؛ پر همدې اساس اطلاعاتو ته لاسرسی کولای شي د اقتصادي کړنو لپاره ښه زمینه برابره کړي.

aic

ښاغلي جمشید صدیقي چې په دې پروګرام کې خبرې کولې؛ اطلاعاتو ته لاسرسی د بشر حقونو نړیوالې اعلامې پر بنسټ یو بشري حق وباله او ویې ویل:« اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینول نه یواځې د ښې حکومتوالۍ لامل کېږي بلکه د بیان ازادي پیاوړي کوي». ښاغلي صدیقي، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کړنې د هېوادوالو، محصلینو او نورو وګړو پوهاوي کچې لوړولو په برخه کې کړنې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق پیاوړتیا لامل کېږي.

aic

ورپسې د کمېسیون عامه پوهاوي آمر ښاغلي خلیل جیحون، د پرېزینټیشن له لارې د اطلاعاتو ډلبندي، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق بنسټ، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون بنسټ او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د اساسي اصولو په رڼا کې په تفصیل سره توضیح کړ.

د پروګرام په لړ کې د کمېسیون تخنیکي سلاکار ښاغلي ولي الله مصباح، د یو پرېزېنټېشن په ارایه کولو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون حقوقي مبنا، د اطلاعات غوښتلو او ورکولو، د اطلاع رسوونکي دندو، د ادارو مکلفیت، د شکایت ثبتولو او ورته رسېدنې، اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاین سېستم په هکله هر اړخیز معلومات ورکړل.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS