د حج او اوقافو وزیر سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د مشرتابه لیدنه

Anonymous (not verified)
Mon, Sep 21 2020 9:00 AM
aic

دا لیدنه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون ښاغلي عین الدین بهادري، منشي او کمېشنر ښاغلي حمدالله ارباب، د حج او اوقافو وزیر ښاغلي محمد قاسم حلیمي په شتون کې د ګډو همکاریو په پار په یاد وزارت کې تر سره شوه.

په پیل کې ښاغلي بهادري، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په هکله خبرې وکړې او ویې ویل؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون عمده موخې په دولتي ادارو کې د روڼتیا، ځواب ویل او د فساد پر وړاندې مبارزه ده. هغه زیاته کړه؛ اطلاعاتو ته لاسرسی د اداري فساد پر وړاندې مبارزې لپاره اساسي رکن دی. ښاغلی بهادري د مسجدونو لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په هکله د پوهاوي په برخه کې د حج او اوقافو وزارت د همکارۍ غوښتونکی شو.

ورپسې د حج او اوقافو وزیر ښاغلي مولوي محمد قاسم حلیمي، د کمېسیون د کړنو د ستاینې تر څنګ، له دې کمېسیون سره یې د روڼتیا او فساد سره مبارزې په برخه کې د وزارت هر ډول همکاریو څخه ډاډ ورکړل او ویې ویل؛ موږ به له امکاناتو څخه په ګټنې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون سره همکاري وکړي. ښاغلي حلیمي زیاته کړه، په حج او اوقافو وزارت کې هېڅ هم محرم نه دي؛ ټول وګړي حق لري او کولای شي د یاد وزارت ټولو پروسو او اطلاعاتو ته لاسرسی ولري.

aic

په پای کې ښاغلي ارباب وویل؛ اطلاعاتو ته لاسرسی د هېوادوالو بشري او شرعي حق دی. هغه د پوهاوي او فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې د علماوو رول مهم وباله او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او حق په هکله د پوهاوي په برخه کې یې د علماوو په همکارۍ ټینګار وکړ.

په پای کې پرېکړه وشوه چې د ګډو موخو او همکاریو لپاره، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون او حج اوقافو وزارت ترمنځ دې هوکړه لاسلیک شي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS