اطلاعاتو ته د لاسرسي ملي کمپاین په هکله اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د مشرتابه ناسته

Anonymous (not verified)
Tue, Sep 15 2020 11:43 AM
aic

د ملګرو ملتونو د عمومي ټولنې پرېکړه لیک پر بنسټ، ۲۸ د سپټامبر اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځې په نوم په رسمیت پېژندل شوې ده. اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غواړي چې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د ملګرو ملتونو فرهنګي، ټولنیز او ښوونیز سازمان، په همکارۍ د لوړپوړو دولتي چارواکو، په کابل کې د سفارت خونو، نړیوالو سازمانونو، مدني ټولنو او رسنیو په شتون کې ولمانځي. اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځې د ښه لمانځلو په هکله، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري، کمېشنر ښاغلي حمدالله ارباب، د دارالانشا رییس ښاغلي عصمت الله حیدري او د عامه پوهاوي آمر ښاغلي خلیل جیحون اطلاعاتو ته د لاسرسي په یو میاشتني پلان باندې بحث او خبرې اترې وکړې.

په پیل کې د دارالانشا رییس ښاغلي عصمت الله حیدري د یونسکو محترم دفتر د همکاریو او بودجې جزیاتو، د یونسکو دفتر د مالي لګښت څرنګوالي په هکله د کمېسیسون غړو ته اړین توضیحات ورکړل. ورپسې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د عامه پوهاوي آمر ښاغلي خلیل جیحون اطلاعاتو ته د لاسرسي ملي يو میاشتنی پلان وړاندې کړ. اطلاعاتو ته د لاسرسي ملي یو میاشتني پلان پر بنسټ، په کابل کې کوڅه په کوڅه کمپاین، اطلاعاتو ته د لاسرسي او اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاین سېستم په اړه د انځوریزو کلیپونو خپرول، له حج او اوقافو وزارت سره ناسته، د افغان ښځو له شبکې سره ناسته، اطلاعاتو ته د لاسرسي په هکله په پښتو، دري او انګلیسي ژبو تدارک او برابرول، د دې ورځې لمانځل د ولایتونو د والیانو لخوا له رسنیو، مدني ټولنو او د دولتي ټولنو له مختلفو بنسټونو سره په همغږۍ پلي کېږي.

په پای کې د کمېسیون مشرتابه یو میاشتنی پلان تایید کړ او هدایت یې وکړ چې د پلان لا ښه پلي کېدو لپاره د ذیدخلو بنسټونو د همکارۍ لپاره اړین اقدامات ترسره شی.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS