د هرات ولایتي شورا رییس سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د مشرتابه هیئت لیدنه

Anonymous (not verified)
Mon, Sep 14 2020 9:06 AM
شهز

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مرستیاله آغلې نجیبې مرام، غړې آغلې زهرا موسوي د هرات ولایتي شورا رییس ښاغلي کامران علیزایي سره اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په هکله وګړو ته د ګډ پوهاوي او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق څخه د هرات ولایت سیمه ییزو ادارو او ولایتي شورا ملاتړ په تړاو خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې لومړی آغلې نجیبې مرام، اطلاعاتو ته د لاسرسي اهمیت په هکله خبرې وکړې او ویې ويل:«اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینول چې د وګړو له اساسي حقونو څخه دي، د حکومت او حق غوښتونکو کړنو څخه ناظر او څارونکې بنسټونه ته ایجابوي چې د روڼ او ځواب ورکوونکي حکومت جوړښت کې یو له بل سره همغږي وي». د کمېسیون مرستیالې، اطلاعاتو ته د وګړو لاسرسي حق تامینولو په برخه کې د ولایتي شورا رول اغېزمن وباله او زیاته یې کړه؛ د ولایتي شورا غړي چې د وګړو استازي او د خلکو له منځ څخه دي، کولای شي د وګړو حق غوښتلو او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو له لارې په ښې حکومتوالۍ کې د دوی ملاتړ ښه رول ترسره کړي. په دې اساس یې د هرات ولایتي شورا له رییس څخه وغوښتل چې وګړو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو په برخه کې د پوهاوي زمینه برابره کړي تر څو وګړي له دې حق څخه یې او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو په برخه کې له کمېسیون سره تل پاتې همکار وي.

aic

ورپسې آغلې زهرا موسوي، وویل:«اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو په برخه کې د مختلفو بنسټونو یو له بل سره همغږي اړینه ده او د وګړو اساسي حقونو غوښتلو لپاره اړتیا ده چې هېوادوال همکاري وکړي». په همدې بنسټ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون هڅه کوي چې ګډو موخو ته د رسېدو لپاره له ذیدخلو بنسټونو سره ګډه همغږي رامنځته کړي». آغلې موسوي زیاته کړه؛ که څه هم په ادارو کې د محرمیت دود شته دی خو سره له دې هم اړتیا ده چې اطلاعاتو ته د لاسرسي دود پیاوړي کولو او بنسټیزکولو لپاره دوامداره هڅې وشي. ځکه نو اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو او د محرمیت دود له منځه وړلو لپاره په سیمه ییزه کچه د ولایتي شورا استازو او د افغانستان په کچه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون ګډې همکارۍ اړینې دي.

ورپسې ښاغلي الحاج کامران علیزایي، په یو دیموکراتیک نظام کې په ادارو کې د محرمیت دود د نه منلو وباله او زیاته یې کړه چې د خکلو د حقونو په تامین او د فساد په له منځه وړلو کې له ټول بنسټونو سره همکار دی. ښاغلي علیزایي ژمنه وکړه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو په برخه کې به له کمېسیون سره همکار وي او له فساد سره د مبارزې په برخه کې یې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له پلي کولو ملاتړ وکړ.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS