د اطلاعات او فرهنګ وزارت د پلان او پالیسۍ له رییس سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د مشرتابه غونډه

Anonymous (not verified)
Sat, Sep 12 2020 1:46 PM
aic

دا غونډه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنر او منشي ښاغلي حمدالله ارباب، د دارالانشا رییس ښاغلي عصمت الله حیدري، د عامه پوهاوي آمر ښاغلي خلیل جیحون، د اطلاعات او فرهنګ وزارت د پلان او پالیسۍ رییس ښاغلي عبدالمقیم افغان په شتون کې د کمېسیون په دفتر کې تر سره شوه.

په پیل کې ښاغلي ارباب، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق، د کمېسیون جوړښت او د کمېسیون کړنو په هکله هر اړخیز معلومات ورکړل. هغه، اطلاعاتو ته لاسرسی د بشر حقونو له ډلې وباله او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق پلي کولو په برخه کې یې د اطلاعات او فرهنګ وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

همدارنګه ښاغلي افغان، له کمېسیون سره د اطلاعات او فرهنګ وزارت له همکاریو څخه ډاډ ورکړ. هغه وویل؛ اطلاعات او فرهنګ وزارت، به په ډېر نېږدې راتلوونکي کې د (SARC) په همکارۍ د انځورونو سیالۍ تر سره کړي. ښاغلي افغان، ژمنه وکړه چې په یاده سیالۍ کې به اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون ته یو غرفه په نظر کې ونیسي؛ تر څو کمېسیون خپلې کړنې خلکو ته وښيي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS