د ملي احصایې او معلوماتو ادارې د رییس او ملي دفاع وزارت سرپرست د کسر معاش په هکله اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د پرېکړې خبري ناسته

Anonymous (not verified)
Tue, Sep 01 2020 12:48 PM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د یو خبري ناستې په لړ کې د ملي احصایې او معلوماتو ادارې رییس او ملي دفاع وزارت سرپرست چې اطلاعات روز ورځپاڼې او پژواک خبري اژانس ته یې اطلاعات نه و ورکړي د کسر معاش پرېکړه اعلان کړه.

په یاده پرېکړه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد او د ملي احصایې او معلوماتو ادارې رییس احمد جاوید رسولي ته د یوې میاشتې (تلې میاشتې) د کسر معاش وړاندیز شوی دی.

په دې خبري ناسته کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري، د فساد پر وړاندې مبارزې او د روڼتیا په برخه کې اطلاعاتو ته لاسرسی له بنسټیزو اړتیاوو څخه وګاڼه او زیاته یې کړه په ټوله کې د افغانستان د دولت دموکراسي؛ ازادي بیان او د اطلاعاتو دوران پورې تړاو لري. ښاغلي بهادري پرته د ازادو او دوراني اطلاعاتو ښه حکومتوالي ناشوني وبلله.

ورپسې د کمېسیون مرستیالې آغلې نجیبې مرام وویل؛ ادارې نظر قانون ته مکلفې دي چې اطلاعات له وړاندې خپاره کړي تر څو هېوادوالو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي پروسه اسانه شي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنر او منشي ښاغلي حمدالله ارباب، د یو تن خبریال د پوښتنې په ځواب کې د کمېسیون د پرېکړو د پلي کېدو څخه د ډاډمنتیا په پار وویل؛ موږ به د خپلو پرېکړو پلي کېدو په برخه کې له ټولو قانوني صلاحیتونو څخه استفاده وکړو.

همداشان اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنرې آغلې زهرا موسوي وویل، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون شپاړسمې مادې تفسیر یواځې د کمېسیون قانوني صلاحیتونو څخه دی او بله هېڅ اداره حق نه لري چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تفسیر کړي.

په پای کې د خبریالانو ټولو پوښتنو ته د کمېسیون د مشرتابه لخوا ځوابونه وویل شول.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS