د ادارو لخوا هېوادوالو ته د اطلاع رسونې بهیر په تړاو بحث او د انلاین سېستم ښوونه

Anonymous (not verified)
Wed, Aug 26 2020 9:18 AM
aic

د ادارو لخوا هېوادوالو ته د اطلاع رسونې بهیر بانددې بحث او د انلاین سېستم ښوونې پروګرام اطلاعاتو ته د لاسرسۍ کمېسیون غړي ښاغلي حمدالله ارباب، د سیمه ییزو ارګانونو، د کلو او پراختیا، کډوالو چارو، احصایې او معلوماتو د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو په شتون کې تر سره شو.

په پیل کې ښاغلي حمدالله ارباب، اطلاعاتو ته دلاسرسي انلاین سېستم او د هغه په ګټو په تړاو خبرې وکړې. اطلاعاتو ته لاسرسی یې د هېوادوالو له بنسټیزو حقونو څخه وګاڼه او پر همدې بنسټ وګړي حق لري چې له ادارو څخه مختلف اطلاعات وغواړي؛ همدارنګه د یادولو وړ ده چې غوښتونکي د اطلاعات غوښتلو په وخت کې د دلیل وړاندې کولو او خپلو ځانګړنو ارایه کول باندې مکلف نه دي. اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې اداري باید غوښتل شوي اطلاعات د قانون حکمونو سره سم غوښتونکي ته ورکړي.

ورپسې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د وېبپاڼې مسوول د يادو ادارو د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو ته د یاد سېستم څخه د ګټه اخیستنې، اطلاعات غوښتلو، زمانبندي، اطلاعات ورکولو او د دې سېستم له لارې شکايت ثبتولو په اړه اړین توضحیات ورکړل.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS