د حميدې برمکي موسسې له رييس سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون د مشرتابه ناسته

Anonymous (not verified)
Tue, Aug 25 2020 9:10 AM
aic

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، غړې آغلې زهرا موسوي، د دارالانشا رييس ښاغلي عصمت الله حيدري، د مدني ټولنې فعال ښاغلي سيد حمید ضيا او د حميدې برمکي موسسې رييس په شتون کې ترسره شوه.

په پيل کې ښاغلي عين الدين بهادري، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون د رامنځته کیدو، کړنو، قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي په وضعيت باندې خبرې وکړې او د حميدې برمکي موسسې د مسوولينو څخه يې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په تړاو د کابل او ولایتونو په کچه د پوهاوي پروګرامونو جوړولو د وړانديز په تړاو هرکلی وکړ.

ښاغلي بهادري، د ښوونيز موادو، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د پرېزينټيشن او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په تړاو د تبليغاتي موادواو د کمېسيون د مسلکي څانګو لخوا د يادې موسسې زده کړيالانو ته د ښوونيزو شرايطو برابرولو ډاډ ورکړ

ورپسې ښاغلي سيد حمید ضيا، له دولتي بنسټونو سره د پوهاوي په برخه کې د خپلو پروګرامونو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل او په ۳۴ ولايتونو کې د ولايتي شوراګانو غړو، مدني ټولنو، د ښځو فعالانو، ځوانانو او د بشر حقونو فعالانو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په تړاو د ښوونيزو پروګرامونو په جوړولو خبرې وکړې.

په پای کې دواړو خواوو د ګډو موخو پرخ وړلو لپاره د هوکړه ليک په لاسليک باندې هوکړه وکړه.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS