د خپلواکۍ ورځ مو مبارک!

Anonymous (not verified)
Tue, Aug 18 2020 8:44 AM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون مشرتابه او کارکوونکي، د هېواد د آزادۍ (۱۰۱) مې کليزې مبارکي د افغانستان آزاد ملت او دولت ته د زړه له تله وايي.
څرنګه چې د هېواد د بقا او خپلواکۍ ساتلو لپاره څومره نظامي قوتونو او منظمې اردو ته اړتيا ده؛ په هماغه کچه روڼتيا او ملت ته د دولت حساب ورکول اصل هم اړين دی‌. څومره چې روڼتيا او اطلاعاتو ته لاسرسی ډېر وي په هماغه کچه له دولت څخه د وګړو رضايت ډېر او په ښې حکومتوالۍ کې د وګړو ګډون ته زمينه برابرېږي.
په ديموکراتيکو نظامونو کې د هېواد د آزادۍ ساتنه، له دولت څخه د ملت د رضايت په مانا ده. د خپلواکۍ لمانځل هغه وخت مانا لري کله چې دولت څخه ملت رازي شي. له دولت څخه د ملت رضايت د باور په مانا دی چې د‌ دولت لخوا د روڼتيا او ملت ته د حساب ورکولو سره تامېن کېږي او په دې برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامينول کولای شي د دولت د کړنو په برخه کې د باور رول پياوړی کړي.
يو ځل بيا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون مشرتابه او کارکوونکي، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامينولو په ټينګار سره، دا د وياړ څخه ډکه ورځ د افغانستان آزاد ملت او دولت ته په ځانګړي ډول هغو کسانو ته مبارک وايي چې د روڼتيا او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې د فساد پر وړاندې مبارزې کې د هېواد خپلواکۍ ساتلو لپاره کوښښ کوي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS