اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون د څارنې او ارزونې، د رسنيو او عامه پوهاوي د سلاکارانو د بستونو د آزادې سیالۍ د ازموينې پروسه

Anonymous (not verified)
Tue, Jul 28 2020 5:17 AM
aic

د څارنې او ارزونې د سلاکار بست ازموينه، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، مرستيالې آغلې نجيبې مرام، کمېشنرې آغلې زهرا موسوي، د کمېسيون د دارالانشاء رييس ښاغلي عصمت الله حيدري او څارګر په توګه د روڼتيا څار ادارې استازي ښاغلي اعزاز الله عرفان په شتون کې دوشنبه په ورځ ترسره شوه. ورپسې د رسنيو او عامه پوهاوي سلاکار بست ازموينه د کمېسيون د رييس ښاغلي عين الدين بهادري، مرستيالې آغلې نجيبې مرام، کمېشنرې آغلې زهرا موسوي او د کمېسيون د دارالانشاء د ريیس په شتون کې د سه شنبې په ورځ واخيستل شوه.

روڼتيا او ځواب ويل د ښې حکومتوالۍ له بنسټيزو اصولو او د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ګمارنې په پروسه کې د ښو او وړ کسانو استخدام کې مهم اصل دی. اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون ژمن دی چې د کارکوونکو د ګمارنې په پروسه کې له روڼتيا څخه په استفادې د ښې حکومتوالۍ په جوړولو کې خپله رول ادا کړي. له همدې امله د هر بست ازموينه په دوه ليکنې او تقریري ډول په يوه کاري ورځ کې واخيستل شو او پايله يې اعلان شوه.

aic

د يادولو وړ ده چې د څارنې او ارزونې سلاکار بست ۷ تنه شارټ ليست شوي و چې له دې ډلې ۵ تنو په ازموينه کې ګډون وکړ چې په پايله کي يي يو کس د هدف خان په نوم بريالی اعلان شو. سربېره پر دې د رسنيو او عامه پوهاوي سلاکار بست ته ۲۸ کسان شارټ لېست شوي و. له دې ډلې ۲۲ تنو په ليکني ازموينه کې ګډون وکړ او ۷ کسانو يې د مصاحبې ازموينې ته لار پيدا کړه او په پايله کې ښاغلی احسان الله باتور بريالی اعلان شو.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS