د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې اطلاع رسونې مسوولینوسره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړو لیدنه

Anonymous (not verified)
Mon, Jul 06 2020 7:19 AM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړو، مرستیالې آغلې نجیبې مرام، حمدالله ارباب او زهرا موسوي د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې اطلاع رسونې مسوولینوسره ولیدل.

په دې غونډه کې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ چارو ادارې څخه د اطلاعات غوښتلو په اړه د شکایتونو، له کمېسیون سره د اطلاع رسونې په برخه کې د لا همغږۍ او همکارۍ په اړه بحث وشو؛ پیل کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مرستیالې اغلې نجیبې مرام، د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې اطلاع رسونې اداره کې د شته اطلاعاتو په وخت او دقیق اطلاعاتو خپرولو په اړه خبرې وکړې او له یادو مسوولینو څخه یې وغوښتل تر څو اطلاعاتو ته د لاسرسي حق پلي کولو کې هر اړخیزه هڅه وکړي.

ور پسې د کمېسیون غړو، ښاغلي حمدالله ارباب او آغلې زهرا موسوي د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې اطلاع رسونې اداره کې د شته اطلاعاتو له وړاندې خپرولو باندې ټینګار وکړ. د بشپړې او پر وخت اطلاع رساني د حکومت په کړنو د باور زیاتوالي لامل وګاڼه

په پای کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې د اطلاع رسونې مسوولینو ژمنه وکړه چې د اطلاع رسونې په برخه کې به ښه کار کوي او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او کړنلارو په پام کې نېولو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي حق پلي کولو کې له کمېسیون او غوښتوونکو سره هر اړخیزه مرسته کوي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS