د پوهنې له نوماند وزیرې سره د کمیسیون غړو کتنه

Anonymous (not verified)
Sat, Jun 20 2020 8:04 AM
aic

ښاغلي حمدالله ارباب او آغلې زهرا موسوي اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون غړو د پوهنې وزارت له نوماند وزیرې آغلې رنګینه حمیدي سره د نوموړې په کاري دفتر کې، د غبرګولي په ۳۱مه نیټه لیدنه تر سره کړه.

دغه لیدنه چې د دواړو ادارو تر منځ د همغږۍ د ډیریدو او همکارۍ د پیاوړتیا په موخه تر سه شوه، لومړی حمدالله ارباب، د کمیسیون او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په اړه له بشپړ وضاحت وروسته زیاته کړه چې: خوشحاله یم چې یوه پیاوړې ښځه د نوماند وزیره په توګه په کابینه کې زیاتیږي او دا د خوشحالۍ ځای ځکه دی چې داسې ګمارنې د ښځو په وړتیا باندې باورمندی زیاته وي. همدا راز نوموړي زیاته کړه چې په ډموکراتو نظامونو کې ولس بادار او چارواکي خادمان وی په دې اساس چارواکي باید ولس ته د هرې کړنې په هکله حساب ورکړي او زموږ ټینګار دا دی چې اطلاعات باید پرته له دې چې و غوښتل شي، مخکې له مخکې له خلکو سره شریک کړل شي.
همدا راز په دې کتنه کې زهرا موسوي هم د پوهنې وزارت پڅیر یو مهم وزارت ته د یوې ښځې له نوماندیدو خوښي څرګنده او آغلې رنګینه حمیدي ته یې مبارکي وړاندې کړه، آغلې موسوي زیاته کړه چې: د کمیسیون د ارزونې له مخې د پوهنې وزارت اطلاعاتو ته د لاسرسۍ به برخه کې ښه ځای لري او په وزارت کې د اطلاعاتي بانک په جوړولو او بډایه کولو او د اطلاع رسونې د مرجع فعالولو او تجهیز سره کولای شو د دغه وزارت کړنې نورې هم پیاوړې او پراخې کړو.
ورپسې ښاغلي ولی الله مصباح د کمیسیون تخنیکی سلاکار د پوهنې وزارت تشکیلاتي پراخوالي ته په پام سره زیاته کړه چې: د پوهنې وزارت یو ځانګړی او مهم وزارت دی چې د ټولنې د هرې ډلې خلکو سره تماس لري ځکه د دوی اولادونه د پوهنې وزارت اړوند ښوونځیو کې درس لولي، په دې اساس یاد وزارت باید هر وګړي ته د هغوی د غوښتنې پر اساس پخپل وخت اطلاعات وړاندې کړي او د اطلاعاتو وړاندې کولو لپاره ښایي چې د پوهنې په وزارت د اطلاع رسونې یوه مسلکي او مجهزه او دایمي مرجع شتون ولري.
په پای کې آغلي رنګینې حمیدي په مرکز او ولایاتو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي اړوند هر ډول همکارۍ ته چمتو والی وښود او زیاته یې کړه چې: زه په ولسي مشارکت باور لرم او هر ډول حساب ورکولو ته چمتو یم، موږ خپلمنځي همکاریو ته سخته اړتیا لرو تر څو د خلکو د پوهاوي کچه لوړه کړو او یو د بل په مټ کولای شو په چارو کې ډیره بریاوې تر لاسه کړو او زه هیله منده یم چې زموږ د ادارو تر منځ دوه اړخیزې همکارۍ تر ممکنه حده پورې زیاته شي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS