د کرونا ویروس(COVID 19) د وقایې او مبارزې اړوند لګښتونو په اړه حساب ورکول

Anonymous (not verified)
Mon, Apr 20 2020 12:46 PM
aic

دوشنبه د ۱۳۹۹ کال د ثور لومړۍ نېټه، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز:

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د حکمونو پر اساس ټول حقوقي او حکمي اشخاص د اداراتو د کړنو په هکله، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق لري او له بلې خوا قانون حکم کوي چې ادارات باید د خپلو کړنو د روڼتیا څخه د اطمینان په موخه مستند اطلاعات مخکې له مخکې او یا هم د حقیقي او حکمي اشخاصو د غوښتنې پر اساس وړاندې کړي. په دې وروستیو کې د حکومت او نړیوالو بنسټونو لخوا یوه ستره بودجه د کرونا ویروس د وقایې او مبارزې لپاره ځانګړې شوه، په ورته حال کې د دې بودجې د مصرف د څرنګوالي په هکله انديښنې هم را پورته شوې دي. د شته شمیرو له مخې تر اوسه حکومت ۶،۷ میلیارده افغانۍ له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د مرکز او ولایاتو لپاره د دولت له بودجې څخه تعدیل کړې دي، که چیري دغه پیسې په رڼه توګه مصرف نشي، له یوې خوا به د دې وژونکې ویروس سره مبارزه له کواښ سره مخ شي او له بلې خوا د یاد مبلغ  ضایع کیدو، د فساد، اختلاس او ناوړې کټې اخیستنې احتمال هم موجود دی. په دې اساس اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د ځانګړې شوې بودجې د مصرف په هکله په مرکز او ولایاتو کې له ټولو اړوندو ادارو څخه د روڼتیا جدي غوښتونکی دی او اداراتو ته سپارښتنه کوي چې دوی ته د ځانګړو شوو پیسو شمیر، تدارکاتی اسناد او د مصرف څرنګوالي اړوند ټول اسناد له ولس او رسنیو سره شریک کړي.

د موضوع او وضعیت حساسیت ته په کتو سره، خلک او رسنۍ هم باید په دې برخه کې له اداراتو څخه د اطلاعاتو غوښتنه وکړي، ترڅو د کرونا ویروس سره د مبارزې او اوقایې لپاره د ځانګړې شوې بودجې په مصرف کې له روڼتیا څخه ډاډ تر لاسه کړي.

په هغه صورت کې چې اړوندې ادارې د بودجې د مصرف په هکله لازم اطلاعات خلکو او غوښتونکو ته وړاندې نه کړي، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون به د قانون د حکمونو سره سم لازم اقدامات تر سره کړي.

د خلکو پر تګ راتګ د بندیز لګیدو ته په پام سره، بې له شکه چې اطلاعاتو ته لاسرسی هم کمیږي، له دې کبله ادارې مکلفې دې چې د اطلاعاتو د خپراوي پر بدیلو لارو غوړ وکړي او اطلاعات مخکې له غوښتنې د رسنیو او اړوندو ادارو د ویبپاڼو له لارې خپاره کړي.

د کرونا ویروس سره د مبارزې د عامه پوهاوي کمېټې لخوا د لګښتونو جدول  چې وړاندې له رسنیو سره شریک شوی، د دې کمېټې کړنو په اړه وګړو ته د اطلاع رسونې ښه بیلګه ده، خو د شفافیت د لا ښه تأمین لپاره ټولو اړوندو ادارو ته سپارښتنه کیږي، تر څو ټول حمایوي اسناد د اړوندو فعالیتونو د جزئیاتو، قراردادونو او تدارکاتي اسنادو سره مل، په مرکز او ولایاتو کې د خلکو او رسنیو په اختیار کې ورکړي.

والسلام