اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون نوبتي غونډه

Anonymous (not verified)
Sat, Apr 18 2020 8:30 AM
aic

په کابل کې د کرونا وېروس په پراخه کچه خپرېدل او د دې ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره په یاد ښار کې ګرځ بندیزلګېدلی دی، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کوښښ کوي چې په هر حالات کې خپلې کړنې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو لپاره تر سره او د نورو ټولو دولتي بنسټونو تر څنګ د اوسني وضعیت په  مدیریت کې خپل مکلفیت تر سره کړي. په همدې دلیل اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون خپله نوبتي غونډه نن شنبه د وري ۲۸مه د ياد کمېسیون د رییس او د کمېسیون د غړو په شتون کې په لاندې سکالو ګانو باندې پرېکړه وکړه.

  1. د دندو وېش د ادارو له اساسي اصولو ګڼل کېږي ترڅو سازمان پورې اړوندې چارې په ښه توګه مدیریت او بنسټیزو موخو ته ورسېږي. له همدې امله د کمېسیون په مالي او اداري، بشري سرچینو، کورنیو او بهرنیو اړیکو، شکایت، څارنې او عامه پوهاوي برخو کې د کمېسیون څلور غړو لخوا په بېل، بېل ډول رهبري او د دارالانشا تخنیکي ټیم لخوا پر مخ وړل کېږي.
  2. د څو میاشتو په لړ کې د اطلاعات غوښتلو انلاین سیستم جوړل د کمېسیون له مهمو لاسته راوړنو څخه دی چې له نېکمرغه د دې سیستم تخنیکي کار پای ته رسېدلی. همدارنګه هغو ۱۰ ادارو ته چې دقیقه او موثره اطلاع رسونه ایجابوي یاد سیستم فعال او ښوونه یې ورته شوې او همدارنګه سیستم عملا ورپېژندل او پرانیستل شوی چې په راتلونکو ورځو کې به ګټه ترې واخیستل شي تر څو وګړي له دغو ادارو په انلاین ډول د اطلاعاتو غوښتنه وکړي او د دوی د کړنو، اجراتو د روڼتیا په اړه ډاډمن شي
  3. دولتي بنسټونه په عادي او بحراني حالاتو کې وګړو ته په اطلاعات ورکولو باندې مکلف دي. نو اړتیا دی چې د کرونا ویروس د لاخپریدا د مخنیو په برخه کې د پلي کېدونکو حکومتي پروګرامونو، کړنو، بودجې او لګښتونو په هکله اوړوند بنسټونه وګړو ته راپور ورکړي.
  4. اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د دارالانشا ریاست بست چې څه موده وړاندې د یوې رڼې پروسې له لارې، ټولو واجد شرایطو کسانو څخه ازموینه اخیستل شوې و. له دې ډلې درې کسان د لوړو نمرو په لاسته راوړلو سره د عنواني منظوري لپاره د ولسمشري ماڼۍ لوړ مقام ته وړاندیز شول. له دې ډلې یو کس چې لوړې نمرې یې اخیستې وې، د جلالتماب ولسمشر لخوا د دارالانشا رییس په توګه ګمارل شوی چې د سه شنبه په ورځ به معرفي او رسما به په کار پیل وکړي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS