د خبریالانو ورځ

Anonymous (not verified)
Tue, Mar 17 2020 10:59 AM
aic

کابل: د بیان ازادي د بشر حقونو له بنسټیزو حقونو څخه دی چې په ملي او نړیوالو سندونو کې یې په صراحت ملاتړ شوی او دولتونه یې د دې حق په تامینولو باندې اړ کړي دي. د بیان ازادي د ټولنې له بنسټیزو عناصرو څخه ده او په ډیموکراتیکو ټولنو کې د اهمیت وړ دی. په داسې ټولنو کې خبریالان او د رسنیو چلوونکي د بیان د ازادۍ لومړني پیاوړي کوونکي شمېرل کېږي.

په هېواد کې د بیان د ازادۍ پیاوړي کول او د رسنیو زیاتوالی د افغانستان دولت له مهمو لاسته راوړنو څخه دي او له شک پرته خبریالانو د بیان ازادي په پیاوړي کولو کې مهم رول لوبولی دی، د ازادو اطلاعاتو دوران د ملت او دولت اړیکې تامینوي. د زیاتو ستونزو شتون سره سره خبریالانو و کولای شول په دې وروستیو کلنو کې د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي خبرونه د وګړو د پوهاوي کچې لوړتیا، فساد پر وړاندې مبارزې او د دموکراتیک حکومت منځته راوړلو په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي دي.

د خبریالانو کار ته په کتو او تاثیر یې زموږ په سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي ژوند باندې ایجابوي چې ټول دولتي بنسټونه او ټولنیزې ډلې له رسنیو سره هر اړخیزه همکاري وکړو او خبریالانو ته په ولایتو او مرکز کې د ښه کاري فرصت زمینه برابره کړو تر څو خبریالان او د رسنیو چلوونکي خپل  رسالت په ښه توګه په ټولو پرمختیایي حوزو کې مخته یوسي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د کب ۲۷ مه ټولو خبریالانو او د رسنیو چلوونکو ته مبارک او ټول هغه دوستان چې په دې لاره کې شهیدان شوي له الله څخه ورته د جنت فردوس غوښتنه کوي. کمېسیون ژمن دی چې له ټولو دولتي او مدني بنسټونو سره په همغږۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي تر څو خبریالان وکړای شي د قانون په رڼا کې په ادارو کې شته اطلاعاتو ته لاسرسی ولري او د ازادو اطلاعاتو په خپرولو کې موثر اقدامات ولري.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS