د فساد پر وړاندې مبارزې همغږۍ کارکوونکو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د پوهاوي پروګرام

Anonymous (not verified)
Sun, Mar 15 2020 10:53 AM
aic

دا پروګرام اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړي ښاغلي حمدالله ارباب او د افکک موسسې کارکوونکو په شتون کې د دې موسسې په دفتر کې  اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د پوهاوي پروګرام تر سره شو.

یاده موسسه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون حق او نورو ټولو قانونو د عامه پوهاوي پروګرامونه په مشرقي زون کې دایره وي. له همدې امله اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کوښښ کوي چې له دې موسسې سره په همکارۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه په مشرقي ولایتونو کې تر سره کړي.

په دې پروګرام ښاغلي حمدالله ارباب، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او په ادارو کې د شته اطلاعاتو ته د وګړو لاسرسي په اړه معلومات وړاندې کړل او دا يې د دوي له بنسټیزو حقونو څخه وباله. ښاغلي ارباب وویل:«وګړي باید په ولایت او مرکز کې له دې قانوني حق څخه خبر شي او له د حق څخه د فساد پر وړاندې مبارزې او د ادارو ځواب ویل وګړو ته استفاده وشي» ځکه نو د دې موسسې د عامه پوهاوي ټیم باید د عامه پوهاوي په برخه کې جدې او نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي او وګړو ته د فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې د شته قانونو په ځانګړي توګه اطلاعاتو ته دلاسرسي قانون په رڼا کې فکر ورکړي.

aic

په پای کې ښاغلي خلیل جیحون، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون موخو، د ادارو مکلفیتونو، اطلاعات ورکړې، د اطلاعات ورکړې وخت، د اطلاع رسونکي دندې، د اطلاعات غوښتنې طریقې، د شکایتونو حق او شکایت ته د رسېدنې او د وګړو ملاتړ په اړه اړین معلومات او پریزنټېشن وړاندې کړ.

په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS