په کابل کې خبریالانو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په اړه ښوونیز پروګرام

Anonymous (not verified)
Thu, Feb 20 2020 9:49 AM
aic

۱۳۹۸، د سلواغې ۲۹، سه شنبه

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق یو ورځېنی ښوونیز پروګرام د ژونالېزم محصلینو ته د پژواک خبري اژانس لخوا جوړ شو. دا پروګرام اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري او د پژواک خبري اژانس رییس ښاغلي دانش کروخیل په شتون کې تر سره شو.

په پیل کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري، د کمېسیون مهمو کړنو او فعالیتونو په اړه لکه: د تشکیلاتو پراختیا، په بریښنایي ډول د اطلاعات غوښتلو سیستم جوړول، اطلاعاتو ته د لاسرسي ۵ کلنې ستراتېژۍ جوړول، د اطلاعات غوښتلو او شکایتونو ته د رسیده ګۍ پروسه، د مسوولو ادارو له وړاندې اطلاعاتو خپرولو څارنه او په اکاډمیکو، مدني او ټولنیزو بنسټونو کې د عامه پوهاوي پروګرامونو پلي کولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. ښاغلي بهادري، د وګړو لاسرسی اطلاعاتو ته مهم وګاڼه او ویې ویل:«اطلاعاتو ته د لاسرسي فلسفه د محرومیت دود او د فساد پر وړاندې مبارزې، په ادارو کې روڼتیا او د خلاصې حکومتوالۍ پیاوړي کول دي» ځکه نو هېوادوال باید له خپل قانوني حق څخه په ښه ډول ګټه واخلي.

aic

د کمېسیون رییس زیاته کړه: اطلاعاتو ته لاسرسی د ازادي بیان په برخه کې مهم دی او خبریالان د ازادي بیان بنسټیز عناصر دي. ځکه نو خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په برخه کې باید اساسي رول ولوبوي.

په دې پروګرام کې ښاغلي کروخیل، اطلاعاتو ته د لاسرسي ګټو او موخو په اړه مهم توضیحات ورکړل او د وګړو لاسرسی یې اطلاعاتو ته د حکومت په پرېکړو کې مهم وباله.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS