د کابل ښار پنځمې ناحیې کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون حق په اړه د پوهاوي پروګرام

Anonymous (not verified)
Wed, Feb 05 2020 3:36 PM
aic

۱۳۹۸کال، ۱۵د سلواغې، سه شنبې

       اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په اړه د پوهاوي پروګرام د مرستیالې نجیبې مرام، کمېشنرې زهرا موسوي ، پنځمې ناحیې رییس ښاغلي اسدالله زمري، د کلو وکیلانو، عالمانو، سپینږیرو، د ښځو شورا غړو او ځوانانو په شتون کې تر سره شو.

په دې پروګرام کې آغلې مرام، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او د کمېسیون دندو په اړه خبرې وکړې. د وګړو ونډه یې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو کې مهمه وبلله او ویې ویل:« وګړي حق لري چې په ادارو کې شته اطلاعاتو په اړه پوښتنه وکړي او د ځواب ورکونکي دولت په جوړولو کې خپله دنده تر سره کړي» د قانون په رڼا کې ټولې ادارې مکلفې دي چې وګړو ته اطلاعات ورکړي.

aic

 آغلې زهرا موسوي، چې په دې پروګرام یې کې خبرې کولې وويل:« د وګړو لاسرسی اطلاعاتو ته او د اطلاعاتو حق په اړه د وګړو پوهاوی د ښې حکومتوالۍ  د ګډون اسانتیا برابروي» نو اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کوښښ کوي چې د ولسواکۍ نظام پیاوړي کولو لپاره د ټولنې په مختفلو قشرونو کې د قانون پوهاوي په اړه پروګرامونه تر سره کړي.

   ښاغلي اسدالله زمري، د اطلاع رسونې په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسون رامنځته کول مهم وبلل او زیاته یې کړه:« وګړي باید د خپل سرنوشت په برخه کې حساس وي او د حکومت له هر ډول کړنو او پرېکړو نه خبر وي» نو اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون چې په دې برخه کې اسانتیا رامنځته کړې، وګړي باید د دې قانوني حق نه په ښه توګه ګټه واخلي.

     په پای کې ښاغلي خلیل جیحون، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د هدفونو، اطلاعاتو غوښتلو طریقو، وګړو ملاتړ، اطلاعاتو ورکولوطریقې، اطلاع رسونې مسوول دندې او کمیسون ته د شکایت کولو او هغه ته د رسیده ګۍ په اړه د پریزینټېشن په لړ کې لازم معلومات ورکړل.

او د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS