د نی رهبرۍ او ولایتي استازو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون نه لیدنه

Anonymous (not verified)
Mon, Jan 27 2020 9:42 AM
aic

۱۳۹۸کال، ۵ د سلواغې، شنبه

دغه لیدنه د رییس عین الدین بهادري، د مرستیالې آغلې نجیبې مرام، د کمېشنرې ښاغلې زهرا موسوي د کمېسیون غړو او د نی د دفتر مسوول ښاغلي عبدالمجیب خلوتګر له ټیم سره یې د کمېسیون له دفترونو او کاري پرمختګونو په اړه تر سره شوه.

په پیل کې ښاغلي عبدالمجیب خلوتګر، خپل ټیم معرفي کړ او د دې لیدنې لامل یې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له کارکوونکو سره پېژندګلوي او د کمېسیون له دفترونو لیدنه او د کمېسیون له پرمختګونو او  کړنو نه وبلله

په دې لیدنه کې ښاغلي خلوتګر د کمېسییون یوکلني کاري پرمختګ په اړه پوښتنې مطرح کړې.

ښاغلي بهادري په دې موضوعاتو بحث وکړ: کاري پرمختګ په مختلفو برخو کې لکه، سیستم جوړونه، بشري سرچینې، د عامه پوهاوي پروګرامونه او شکایتونو ته رسیده ګي په اړه عمومي خبرې وکړې. ورپسې هرې برخې له خپلو کړنو او اجرأتو څخه معلومات وړاندې کړل.

په دې لیدنه کې د کمېسیون له یو کلني کاري پرمختګ په اړه خبرو سربېره اطلاعاتو ته د لاسرسي حق، د اطلاع رسونې مسوولینو پیاوړتیا او د مصاحبې په وخت کې د خبریالانو ستونزو په اړه د نظرونو تبادله وشوه.

په پای کې د نی د دفتر مسوولینو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له دفترونو لیدنه وکړه.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS