اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون او د کابل پوهنتون ریاست ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

Anonymous (not verified)
Mon, Jan 27 2020 9:21 AM
aic

د ۱۳۹۸ کال، ۵ د سلواغې، شنبې ورځ

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک د کابل پوهنتون له ریاست سره لاسلیک کړ. د دې هوکړې لیک له لاسلیک نه هدف د اکاډمیکې ټولنې له پوه قشر نه په استفادې، په اکاډمیکو مرکزونو او بنسټونو کې د شته ظرفیتونو او فرصتونو نه په استفادې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق پیاوړي کول چې په دولت کې د روڼتیا، پیاوړتیا اساسي شرط، حکومت ځواب ورکولو ته اړ کول، د قانون حاکمیت او د فساد پر وړاندې مبارزې دی.

په پیل کې اطلاعاتو ته دلاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري د کابل پوهنتون له رهبرۍ د هر اړخیزو همکاریو مننه وکړه. د هېواد اکاډمیکو بنسټونو او تحصیل لرونکي نسل لاسرسی په ادارو کې شته اطلاعاتو ته مهم و ګاڼه.

ښاغلي بهادري اطلاعاتو ته لاسرسی د فساد پر وړاندې مبارزې، حکومتي پروګرامونو کې د روڼتیا او د ځواب ورکوونکي حکومت لامل کېږي او ویې ویل:« په ولسواکي ټولنه کې اطلاعاتو ته لاسرسی د ښې حکومتوالۍ اساسي شرط دی، خو دا په دې مانا نه دی چې وګړي د په دولتي ادارو کې ټولو شته اطلاعاتو ته لاسرسی ولري، په ادارو کې داسې اطلاعات هم شتون لري چې د هغو افشا کولای شي ملي امنیت، ملي منافع او د وګړو شخصي حریم له ستونزو سره مخامخ کړي». دولتي ادارې مکلفې دي چې د قانون په رڼا کې اطلاعات ډلبندي او له وړاندې یا د غوښتلو په وخت کې اطلاعات غوښتونکي ته وسپاري

ورپسې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمیدالله فاروقي ، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تصویب او د کمېسیون ایجادول، د قانون تطبیق نه د څارونکي په حیث د افغانستان حکومت له مهمو لاسته راوړنو وباله او اطلاعاتو ته لاسرسی یې د دموکراتیکو ارزښتونو له ډلې وګاڼهAIC

د کابل پوهنتون رییس، د یاد بنسټ له هر اړخیزو همکاریو لکه د پوهاوي پرګرامونه، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د عملي سمینارونو او د هوکړه لیک د تطبیق په برخه کې ډاډ ورکړ.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون ژمن دی چې د اکاډمیکو بنسټونو او مدني ټولنو په مرسته د اطلاعات غوښتنې او اطلاعات ورکړې بهیر ګړندی کړي، تر څو په ملي او سیمه ییزه کچه د ښې حکومتوالۍ لپاره د ټولو هېوادوالو د ګډون زمینه برابره شي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS