کابل کې د هند سفیر سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس او غړو لیدنه

Anonymous (not verified)
Sat, Jan 18 2020 9:04 AM
Aic

۱۳۹۸کال، مرغومي۲۶، پنجشنبه

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس او غړو د هندوستان سفیر ویني‌کمار سره په کابل کې د یاد هېواد په سفارت کې ولیدل. په دې لیدنه کې د کمېسیون رییس عین الدین بهادري، مرستیالې نجیبې مرام او کمېشنرانو حمدالله ارباب، زهرا موسوي ګډون درلود. د دغې لیدنې هدف د دواړو هېوادونو تجربو شریکولو په ځانګړې توګه اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه د فرصتونو او خنډونو په اړه بحث وشو، څو هند هېواد په دې برخه کې همکاري ترسره کړي.

په پیل کې ښاغلي عین الدین بهادري، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او جوړښت  په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل، چې د افغانستان اساسي قانون پنځوسمې مادې حکم په اساس تصویب شوی. ښاغلي بهادري، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق پلي کولو لپاره د کمېسیون غړو او کارکوونکوسره د تجربو شریکولو او د ادارو اطلاع رسوونې مسوولینو ته د پوهاوي پروګرامونو برابرولو غوښتنه وکړه.

ورپسې په کابل کې د هند سفیر په تېرو دوو لسیزو کې تاریخي اړیکو ته په کتو له افغانستان سره د بیارغونې په برخه کې په مالي مرستو خبرې وکړې.

نوموړي په دوو اړخیزو اړیکو او مرستو ټینګار وکړ او همدا شان به اطلاعاتو ته د لاسرسي فرهنګ په دودولو کې دواړه لوري خپلې تجربې او همکارۍ شریکې کړي.

ورپسې د کمېسیون غړو اغلې نجیبې مرام، حمدالله ارباب او زهرا موسوي د هند هېواد له مالي مرستو، تحصیلي بورسونو، د ځوانانو د ظرفیت لوړونې په برخه کې د همکاري په پار مننه وکړه همدا شان دوی د افغان ځوانانو لپاره تحصیلي بورسونه او د پروژو تطبیقېدل لومړیتوب وباله.

Aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په ولسواکه ټولنه کې د ښې حکومتولۍ په برخه کې ژمن دی، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په ښه ډول پلی کړي، څو اطلاعاتو ته د لاسرسي فرهنګ پیاوړی او عام شي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS