د پلازمینې زون پراختیا ادارې د کمیسیون سره په ناسته کې اطلاعاتو ته د لاسرسي له پلي کیدو څخه ډاډ ورکړ

Anonymous (not verified)
Thu, Dec 19 2019 4:36 AM
Aic

چهارشنبه د لیندۍ ۲۷مه ۱۳۹۸ کال

په دې ناسته کې احمد فیصل عزیزی د پلازمینې زون پراختیا ادارې د عامه اړیکو او بازار موندنې آمر د خپلې ادارې د فعالیتونو په اړه د کمیسیون غړو او کارکوونکو ته مفصل معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې: د پلازمینې زون پراختیا اداره د ښاري سالم چاپیریال رامنځته کولو او په پایتخت کې د هره ورځ په تیریدو د زیاتیدونکي نفوس له امله د رامنخته شوو ستونزو د حل لپاره، جوړه شویده، چې د افغانستان اسلامی جمهوري دولت په اډانه کې د مستقلې بودجې په درلودو سره فعالیت کوي.

نوموړي له کمیسیون څخه وغوښتل تر څو د ۱۳۹۹ لپاره د اطلاع رسونې او عامه پوهاوي پلان په اړه د قانون د ښه تطبیق په موخه لازمې مشورې له دوی سره شریکې کړي، د عزیزي په وینا، زموږ موخه داده چې د قانون د حکمونو پر اساس زموږ په اداره کې شته اطلاعات پرته له غوښتنې، مخکې له مخکې وګړو ته د لاسرسي وړ وي.

ښاغلي حمدالله ارباب د یادې ادارې له کړنو څخه په مننې سره وویل چې: د محرمیت کلتور حاکمیت په اداراتو کې د فساد یو ستر عامل دی، نوموړي زیاته کړه چې وګړو ته د اطلاعاتو وړاندې کول په پراختیایی پروژو کې د هغوی د ګډون یو اساسي عنصر ګڼل کیږي.

همد راز اغلې زهرا موسوي د ویبپاڼې تر څنګ د ټولنیزو شبکو له لارې د اطلاعاتو پر خپرولو ټینګار وکړ او د کمیسیون لخوا د ویبپاڼو د څارنې په موخه،  پر برابر شوي فارمت رڼا واچوله، نوموړې د پلازمینې زون پراختیا ادارې له مسئوولینو غوښته وکړه تر څو د دوی په اداره کې شته اطلاعات له غوښتنې مخکې له خلکو سره، شریک کړی شي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS