فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځ په اړه د ښاغلي عین الدین بهادري پیغام

Anonymous (not verified)
Tue, Dec 10 2019 11:20 AM
AIC Chairman

د ډسمبر ۹مه فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځ سره سمون لري، دولتونه مکلفیت لري تر څو د نړیوالو کنوانسیونونو پر اساس، خپلې ژمنې فساد سره د مبارزې په برخه کې پلې کړي، د افغانستان دولت فساد سره د مبارزې په برخه رغنده ګامونه پورته کړي دي، اطلاعاتو ته د لاسرسی کمیسیون رامنځته کول چې د پرانستې دولتدارۍ په برخه یوه اړین امر شمیرل کیږي، دا یې یوه ښه بیلګه ده.

کمیسیون د رامنځته سره سم نه، د دولتي ادارو لخوا د اطلاعاتو نشرولو او حساب ورکولو به پرخه کې نه سټرې کیدونکې هلې ځلې کړي دي، د اطلاعاتو د نشر له څرنګوالي څخه څارنه او د متقاضیانو د غوښتنو پر وړاندې چارواکي ځواب ورکونې ته هڅول، د روڼتیا او حساب ورکونې عیني بیلګې دي، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د هیواد وګړو ته د ځواب ورکوونکو سیستمونو په رامنځته کولو باور لري او د دې سیسټمونو شتون په اداراتو کې بنسټیزه اړتیا بولي او د اطلاعاتو څرخیدل او هغو ته لاسرسۍ د دولتدارۍ په ټولو کچو کې د اداري فساد سره د مبارزې مؤلفه ګڼي، که څه هم چې د ښې حکومتولۍ رامنځته کیدو لپاره جدي هڅې شوې دي، خو په اداري جوړښتونو کې د فساد پیچلتیا، ډیرو تګلارو ته اړتیا لري ترڅو ادارې خپل د ځواب ورکونې څرنګوالي د وګړو د اړتیا سره سم چمتو کړي، د روڼتیا نړیوال سازمان په جدول کې له ۱۱ څخه ۱۶ ته د افغانستان ارتقاء هیله مندتیا رامنځته کوي او د فساد سره د مبارزې ښکارندوینه کوي، خو بیا هم په دې لړ کې هڅې باید پیاوړې او پراخې شي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون سیستماټیکې هڅې کړيدې تر څو وګړنیز او ځواب ویونکي سیسټمونه اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د تعمیم لپاره رامنځته کړي، چې ښه بیلګه یې اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سیسټم جوړول دي.

له بلې خوا کمیسیون په دې باور دی چې اداري فساد د دولت د ثبات لپاره یو جدي ګواښ دی او ښایي چې د فساد مرتکبینو پر وړاندې له غیر معافیتي لارو چارو څخه کار واخستل شي، په دې اساس اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د محرمیت کلتور ختمول په پام کې لري او د ښې حکومتولۍ رامنځته کیدو ته ژمن دی او له ټولو هغو فرصتونه څخه به کار اخلي، کوم چې کولی شي په اداراتو کې فساد له منځه یوسي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS